د ملي دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې نهشي کولی د تاوتریخوالي پر مټ پر خلکو خپل اهداف وتپي.
ښاغلی محمدي وایي، له دولتي خواکونو د ولسي پاڅونوالو ملاتړ، په جګړه کې د وسلهوال پوځ مورال لا قوي کړی دی.
د ملي دفاع وزارت سرپرست بسمالله محمدي ویلي:«زموږ نننۍ جګړه او مشروع دفاع، د سولې او ټیکاو په موخه ده، چې نتیجه کې یې د خلکو کړاو ختم شي. که طالبان وغواړي چې د جګړې او فشار له لارې پر خلکو خپل اهداف وتپي، کله هم دې هدف ته نهشي رسېدلی.»
په همدې حال کې افغان حکومت وایي، چې د سمنګان ولایت دره صوف او د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ یې له طالبانو بېرته نیولې دي. داسې حال کې چې سرچینې وایي، د غزني مالستان، د کاپیسا نجراب او د اروزګان دهراوود ولسوالۍ طالبانو لاندې کړې دي.
کاپیسا کې یوه مدني فعال حشمتالله اسحاقزاده ویلي:« د نجراب ولسوالۍ د سقوط لاملونه دې موږ سره شریک شي. ځکه چې پوره ځواکونه موجود ول.»
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي ویلي:«د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو عملیاتو کې، د درهصوف بالا ولسوالي بېرته له طالبانو ونیول شوه.»
په ورته وخت کې، د تخار ولایت د تالقانو ښار کې د یکشنبې په شپه طالبانو بریدونه کړي چې ځایي چارواکي وایي امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ځواب ورکړی دی.
د تخار ولایت یوه اوسېدونکي فهیم ابراهیمي ویلي:«تخار کې وضعیت ښه نهدی. جګړه روانه ده. زموږ غوښتنه له دواړو خواوو داده چې پر اوربند توافق وکړی.»
تخار کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان ملک احمد تاتار ویلي:« زما په ګډون چې اوس د جګړې کرښه کې یم. انشالله د امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ، د تخار نه دفاع کوو.»
د تالقانو په خوا کې کندهار، هلمند، غزني، فاریاب، کندوز او لغمان کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مشر خاناغا رضایي وایي:«باید د ولسي پاڅونوالو ملاتړ وشي. هغه ګومارنې چې توپیري شوي باید ژر بېرته سمې شي.»
د امنیتي ځواکونو د شمېرو پر بنسټ، تېره یوه شپه او ورځ کې عملیاتو کې ۲۳۳ تنه طالبان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي – خو طالبان دا ادعا نه مني.