د روسیې د تاس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، د روسیې د دفاع وزیر سِرګي شویګو او تاجکستاني سیال یې شېرعلي مېرزا پرون (شنبه د زمري په دویمه) د تاجکستان او افغانستان پوله کې، د طالبانو د ګواښونو سره مقابلې لپاره پر ګډو اقداماتو خبرې کړې دي.
بلخوا روسیې وړمه ورځ ژمنه وکړه چې پوله کې خپل متحد تاجکستان سره د یوې نوې اډې په جوړولو کې مرسته کوي.
دواړه هېوادونه راروانه میاشت کې ګډ پوځي تمریونونه هم کوي.
د تاس د رپوټ پر بنسټ، د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي:« د افغانستان اسلامي جمهوري کې اوسني وضعیت ته په کتو، دواړو لوریو د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله کې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې درېدو او د ګواښونو په شنډولو خبرې کړې دي.»
بلخوا رویټرز رپوټ خپور کړی، چې روسیه، تاجکستان، ازبکستان او د منځنۍ اسیا ځینې نور هېوادونه چې افغانستان سره پوله لري، راتلونکې میاشت کې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه کوي.
روسیې د افغانستان او تاجکستان پوله کې د احتمالي ګواښونو مخنیوي لپاره سیمې ته پوځي تجهیزات هم استولي دي.
په همدې حال کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، څو ورځې وړاندې د خپل هېواد د نظامیانو د تمرین پر مهال وینا کې وویل، چې د افغانستان وضعیت ټکنی دی او هېواد یې د افغانستان له اړخه احتمالي ګواښونو سره مقابلې ته چمتو دی.
ښاغلي رحمان ویلي و، چې د افغانستان شخړه نظامي حل لار نهلري.