Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کاپیسا ولایت کې د ولسي پاڅون والو ترمنځ پر نه همغږۍ نیوکې

د کاپیسا مخکینی والي وايي محراب الدین صافی؛ د ولسي پاڅونوالو تر منځ نه همغږي د دې لامل شوي، چې طالبان د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ په ګډون ګن شمېر مهمې سیمې ونیسي.

نوموړی زیاتوي چې ولسي پاڅون وال، واحده قومانده نه لري او دا د دې لامل کېږي چې د دغو ځواکونو ترمنځ ناهمغږي رامنځته شي.

هغه په دې هکله زیاته کړه:«یو شمېر کسان به وکیل صاحب مېرداد پورې تړاو لري - ډېری کسان. چې یو شمېر یې د قومندان ګل اکبر په نوم دی چې په بچه غان او افغانیه سیمه کې سل تنه لري چې د نجراب ګیاوه سیمه د قومندان شتاب او قومندان نواب ده، په حقیقت کې دا یوه واحده قومانده نه ده.»

د کاپيسا ځايي چارواکي وايي چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره ۱۳۰۰ تنه ولسي خلک وسله وال شوي دي؛ خو دغه ولایت کې ځينې سرچینې بیا د دغو ځواکونو شمېر ډېر لږ بولي زیاتوي، چې تېره یوه میاشت کې ځينو چارواکو د ولسي پاڅونوالو د تمویل لپاره لږ تر لږه شل مېلیونه افغانۍ تر لاسه کړي خو د دغو ځواکونو ډېر کم شمېر د جګړې په ډګړ حضور لري.

سرچینې وايي، په ملي شورا کې د کاپیسا یو شمېر استازو او ځینو نورو مسوولینو یوه میاشت مخکې شاوخوا ۲۰ مېلیونه افغانۍ له حکومته واخیستې؛ چې په دغه ولایت کې د طالبانو پر وړاندې ولسي وسله وال سمبال کړي؛ خو پر وسلو سمبال شوي دغه کسان تر هغې ډېر کم دي چې، باید وای.

د کاپیسا اوسېدونکی حیدر حیدر وايي:«حاتم بخشي ده... فلانی صاحب، حتما د تنظمیي او ګروهي په نوم سپارتښتنه شوې ده.»

په ملي شورا کې د کاپیسا د خلکو استازی میرداد نجرابي چې په دغه ولایت کې د یو شمېر ولسي وسله والو مشري کوي وايي، وسله وال یې د طالبانو پر وړاندې جنګېدلي او ځینې یې وژل شوي هم دي:«همدا اوس په سیمه کې حضور لري له دښمن سره په جګړه دي او هېڅوک دښمن ته تسلیم شوي نه دي نه په خپله او نه هم تجهیزات یې.»

وروسته له هغې چې، د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ له څو مهمو سیمو دولتي ځواکونه ووتل او هغه سیمې د طالبانو لاس ته ولوېدې؛ دولتي ځواکونو له ولسي وسله والو سره یو ځای د یادې ولسوالۍ د نیولو لپاره وجنګېدل؛ خو لا هم دغه مهمې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي. 

طالبانو وروسته له هغې چې، د کاپیسا اله سای او تګاب ولسوالۍ ونیولې تېره اوونۍ یې د نجراب ولسوالۍ اداره هم په خپل لاس کې واخیسته.

شریک یي کړئ