د ۲۱۵ میوند قول اردو وایي، چې تېره شپه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پوځ یوې الوتکې د عملیاتو پر مهال، بېړنۍ ناسته کړې.
میوند قول اردو یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې الوتکې د بېړنۍ ناستې لامل تخنیکي ستونزې دي.
میوند قول اردو ویلي، چې الوتکه کې سپاره کسان ټول خوندي له سیمې ویستل شوي او چورلکه لهمنځه وړل شوې ده.
د میوند قول اردو خبرپاڼه کې راغلي، چې په نادعلي کې د چورلکو عملیاتو په لړ کې لږ تر لږه ۳۰ تنه طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تراوسه هغوی (طالبانو) ته د اوښتې مرګ ژوبلې څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه