د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، افغانستان کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدو سره، د بشري حقونو نقض او پر ولسي وګړو قصدي بریدونو ته ژوره اندېښنه لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبرداری ورکړی، افغانستان کې پر ولسي وګړو قصدي بریدونه ښایي جنګي جنایت وګڼل شي.
په بیان کې راغلي، چې "ملګري ملتونه پر طالبانو او د افغانستان په اسلامي جمهوریت غږ کوي، چې د اوربند لپاره دې ژر تر ژره مذاکراتو کې پرمختګ وکړي. "
د بیان یوه برخه ده: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي، افغانستان کې د طالبانو تر بریدونو وروسته، د تاوتریخوالي لوړ ګراف ته اندېښنه لري او د تاوتریخوالي سملاسي بندول غواړي. دوی افغانستان کې رپوټ شویو د بشري حقونو نقض ته ژوره اندېښنه لري. "
په بیان کې ټینګار شوی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، افغانستان کې ترهګریز او پر ملکیانو قصدي هدفي بریدونه سخت غندي.
د بیان یوه برخه کې دا هم راغلي، چې "له ټولو لوریو غواړي، چې هر ډول شرایطو کې د ملکي خلکو ساتنې لپاره دې، نړۍوالو بشرپالو قوانینو ته درناوی وکړي. دوی ټینګار کوي، چې پر ملکيانو، د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو او د ملګرو ملتونو پر ودانیو بریدونه ښایي جنګي جنایت وګڼل شي او ترسره کوونکو ته یې سملاسي سزا غواړي. "
ملګرو ملتونو خپل دې بیان، افغانستان کې د یوناما د کارونو ملاتړ کړی او د دې بنسټ د کارکوونکو د امنیت پر ارزښت یې ټینګار کړی دی.
د امنیت شورا غړو د افغانستان حکومت او طالبانو نه غوښتي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر کې پام وړ ګډون وکړي، چې وکړای شي ژر پر اوربند سلا شي.
ملګرو ملتونو یو وار د سولې بهیر کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان کړکېچ پوځي لار نهلري.
په دې اړه مو اندونه