د شبرغان سټراټېژيک ښار له یوې اوونۍ سختې او درنې جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېد.
شبرغان دویم ښار دی چې په تېرو دوو ورځو کې د دولت له ولکې بهر کېږي او د طالبانو لاس ته ورځي.
په ملي شورا کې د جوزجان د خلکو استازي پر هغه څه چې د جوزجان د امنیت په هکله د مرکزي حکومت بې پروايي ګڼي سخته نیوکه کوي.
دم ګړۍ امنیتي ځواکونه یوازې د مارشال دوستم د زوګړې په ځای د خواجه دکو ولسوالۍ په هوايي دګر کې دي.
په جوزجان کې سرچینې وايی چې د شبرغان ښار له سقوط سره، د ۱۵ تصویري او اورېدونکو رسنیو خپرونې درول شوې دي.
خو ملي دفاع وزارت وايي چې د طالبانو د ځپلو لپاره د دولت هوايي عملیات دوام لري او ډېر ژر به په زیانمنو ښارونو کې وضعیت ښه شي.
د دغه رپوټ نور جزییات به اضافه شي.