Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'هرات کې د جګړې کرښې ماتې او طالبان له ښاره شړل شوي'

د هېواد په لوېدیځ کې د هرات امنیتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون والو د جګړې لومړۍ کرښې ماتې او طالبان یې د هرات ښار او سوېلي کلیو څخه په شاتمبولي دي.

د هغوی په وینا، چې په هرات ښار کې د طالبانو په وړاندې هوايي بریدونه او ځمکني عملیات دوام لري او د دغې ډلې جنګیالیو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

هرات کې د کومانډو سرتېری جان ولي وايي:«دا سیمه مو درې کیلومټره پاکه کړې ده او امنیتي ځواکونه هلته مېشت دي.»

د کومانډو بل سرتېری محمد آصف هم زیاتوي:«د مالان پله په لور درومو. دښمن چې هر څومره هڅه وکړي، پر موږ یې زور نه رسېږي. زموږ خلک دې اندېښمن نه وي او تر هغې چې ژوندي یوو له خپلو خلکو دفاع کوو.»

ورته مهال په هرات کې د ولسي مقاومت جبهې مشر محمد اسماعیل ان د دغه ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي چې پر هرات ګواښ لرې شوی او طالبان د شاتګ په حال کې دي.

نوموړي وویل:«زه فکر کوم چې د طالبانو بریدونه دفع شوي دي. د مجاهدینو د شمېر له زیاتوالي سره د هرات ښار د دفاع لپاره د خلکو روحیه پیاوړې شوې ده. امنیتي ځواکونو په تېرو دوو شپو کې دښمن ته ډېره درنه مرګ ژوبله اړولې ده. دا پياوړې روحیه د دې څرګندويي کوي چې په پرېکنده توګه له هرات ښاره دفاع شوې ده.»

خو د ښارت ښار په شاو خوا کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې ځينې خلک بې ځایه کړي دي.
 
د هرات اوسېدونکی غلام سخي وايي:«جګړه ده او هاوانونه او توغندي توغوي. له همدې امله له خپل کوره تېښته کوو او د خپلو خپلوانو کره درومو.»

ولسي پاڅونوال د هرات ښار په لوېدیځو سیمو کې حضور لري، څو د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړي.

د ولسي مقاومت د جبهې غړی محی الدین مهمند څرګندوي:«که چېرې طالبان مسلمانان دي ولې یې یوه ښځه د جنایت په خاطر له دې سیمې له ځان سره یوړه؟ طالبانو پلونه او سړکونه ویجاړ کړل او د خلکو کورونه یې ولوټل.»

امینتي ځواکونه د هرات ښار د سوېل په پل مالان سیمه کې، د لوېدیځ په برامان سیمه کې او د خیتځ په شیدایي سیمه کې له طالبانو سره پر جګړې بوخت دي. دغه راز په ګذره او نجیل ولسوالیو کې هم عملیات روان دي.

د هرات ښار په سوېل، ختیځ او لوېدیځ کې امینتي ځواکونه او ولسي پاڅونوال د پرمختګ په حال کې دي. د پوځ چورلکې او الوتکې له پاسه او د کومانډویانو په ګډون امنیتي ځواکونه له ځمکې پر طالبانو بریدونه کوي.

شریک یي کړئ