د ټيټ پوړو دولتي کارکوونکو او ښوونکو په تنخواوو کې د دوه زره افغانیو زیاتوالی د حکومت یوه ژمنه وه، چې اوس د مالیې وزارت وایي د کال په منځنۍ بودیجه کې دې برخې ته شپږ میلیارده افغانۍ بېلې شوې دي.
د مالیې وزارت ویاند پرون (دوشنبه د زمري په ۱۸ مه) ویلي، دغه طرحه د کابینې له لورې تصویب شوې ده.
د مالیې وزارت ویند رفیع تابع ویلي:" د افغان حکومت له ژمنې سره سم، هغه ټیټرتبه مامورین چې له څلورم څخه تر اتم بست پورې شامل دي، د هغوی په معاشونو کې دوه زره افغانۍ اضافه کېږي، چې خوشبختانه طرحه یې د کابیې له لوري منظور او د تصویب لپاره پارلمان ته استول شوې ده. "
بلخوا د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون رییس او ځينې غړي یې وايي، حکومت په بودیجه کې یوازې یو میلیارد افغانۍ ځانګړې کړي دي.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون رییس مېرافغان صافي ویلي: "اوس د کال د منځني مهال بودیجې په ارزونه کې یې دا دوه زره افغانۍ شاملې کړې دي، چې موږ دا بررسي خلاصه کړو او پاس یې کړو دا دوه زره افغانۍ د حمل میاشتې نه اجرا کېږي، زموږ هېوادوال او بخصوص معلمین او دا ټیټ رتبه مامورین دې مطمین واوسي. "
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي جاوید صافي ویلي: "په ځینو احتیاطي کوډونو کې تغییر راغلی دی، چې د امنیتي برخې لپاره ۱۳ میلیارده افغانۍ اضافه نیول شوي دي، د معاشاتو لپاره یو میلیارد افغانۍ اضافه شوي دي او همدارنګه د پالیسۍ لپاره هم یو میلیارد افغانۍ نیول شوي دي. "
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړې قمر بانو ویلي: "پینځه میلیارده یې په نظر کې نیولې وې، خو اوس یې د کال منځني مهال سند کې څلور میلیارده کمې کړې دي او میلیارد یې په نظر کې نیولي دي، چې دې یو میلیارد سره موږ نهشو کولی د معلمینو اړتیاوې پوره کړو او د زموږ او ستاسې د معلمینو په حق کې ظلم دی. "
له دې سره د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون ځینې غړي وایي چې د کال د منځنۍ بودیجې په سند کې به حکومت د یو سلو شپېته میلیارده افغانیو له کسر سره مخامخ هم وي.