Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سپین‌بولدک کې پاکستاني پوځیانو سره د سلګونه افغانانو اخ و ډب

پرون (پنج‌شنبه د زمري په ۲۱ مه) پاکستاني ځواکونو له هغو سلګونه افغانانو سره شخړه کړې، چې د سپین‌بولدک هغې غاړې ته ایسار پاتې وو.

ځینې افغان وګړي، هغه مهال پاکستاني نظامیانو سره په اخ و ډب اوښتي، چې د لارې بندېدو له کبله د چمن کې ایسار شوي وو.

اخ و ډب وروسته له هغې پېښ شوی، چې یو ۵۶ کلن افغان د ډېر انتظار نه وروسته مړ شو او بیا یې مړی مساپرو د پاکستاني پوځیانو مرکز ته وروړ او د لارې د خلاصولو غوښتنه یې وکړه.

په سلګونه افغان مساپرو غوښتل، چې د چمن له لارې سپین‌بولدک ته راواوړي، خو اجازه ور نه کړای شوه.

وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د پاکستان د هغې پرېکړې خلاف یې سپین‌بولدک لاره بنده کړې چې ویلي یې وو، بې له پاسپورټه پاکستان ته د افغانانو د اوښتلو اجازه نه ورکوي.

د کندهار یوه اوسېدونکي فایز رحمت ویلي:"دلته مساپر او ناروغان دي. داسې کسان هم شته، چې پیسې ورسره خلاصې شوې دي او ستونزو سره مخامخ دي. دلته ډېر کړاو دی."

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، د سپین‌بولدک د لارې خلاصېدو او پرته له وېزې د افغانانو د تګ راتګ سره، نه یوازې سفر اسانېږي، بلکې طالبانو ته به هم اجازه ورکړل شي، چې د کوټې ځینو سیمو ته ورشي.

شریک یي کړئ