Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: ډاډ درکوم چې د بې ثباتۍ د ډېرې خپرېدا مخه به ونیسم

په داسې حال کې چې شاوخوا شل ولایتونه د طالبانو لاسته لوېدلې دي، ولسمشر نن په یوه لنډ پيغام کې ولس ته په خطاب کې وایي چې هېواد د بې ثباتۍ له جدي خطر سره مخ دی او هڅه کوي چې د نورې بې ثباتۍ، د تاوتریخوالي او د خلکو د بې ځایه کېدو مخه ونیسي.

ښاغلي غني وویل:«په داسې حال کې چې پوهېږو چې له خپل حال او راتلوونکي په هکله اندېښمن یاست، تاسو ته ډاډ درکوم چې د ولسمشر په توګه زما تمرکز په دې دی چې د ډېرې بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او د خپلو خلکو د بې ځایه کېدو د پراختیا مخه ونیسم.» 

ولسمشر غني زیاتوي چې د خپل تاریخي رسالت په توګه نه پرېږدي چې تر دې وروسته پر هېواد والو تپل شوې جګړه د خلکو د وژلو، د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د له لاسه وتو، د عامه تاسیساتو د ورانېدو او دوامدارې بې ثباتۍ لامل شي.

ښاغلی غني زیاتوي چې پر اوسني کړکېچ یې د غور لپاره د هېواد له سیاسي مخورو او نړۍوالو همکارانو سره مشورې پېل کړي دي او ډېر ژر به یې پایلې له هېوادوالو سره شریکې شي.

هغه زیاتوي:«په دې هکله مشورې په چټکه روانې دي او د هغه پایله به ډېء ژر له خپلو ګرانو هېوادوالو سره شریکه کړم.»

خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکی وایي چې د هېواد وضعیت ته په کتو به په نژدې راتلونکې کې ولسمشر خپل اصلي پيغام چې د جګړې د دوام او یا له واکه د استعفا په اړه به وي، له خلکو سره شریک کړي.

له دې ټولو سره سره سرچینې وایي چې نن په ارګ او سپېدار ماڼيو کې د سیاستوالو څو مشورتي غونډې وشوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه