د مخکیني حکومت د ځینو چارواکو د کورنیو غړي او خپلوان وایي، د طالبانو راتګ سره یې چارواکي خپلوان ترې تم دي او یا هم طالبانو نیولي دي.
له دې منځه د لغمان د مخکیني والي او امنیه قوماندان خپلوان وایي، هغوی دواړه لا هم طالبانو سره بندیان دي، په داسې حال کې چې طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړې ده.
د لغمان مخکینی والي عبدالولي واحدزی او د لغمان مخکینی امنیه قوماندان لطفالله کامران، طالبانو ته تر تسلیمۍ وروسته (پینځه ورځې وړاندې) طالبانو نیولي دي.
د لطف الله کامران یوه نږدې خپل عبدالغني پکتین ویلي:"طالبانو ټول دولتي کارکوونکي ازاد کړي خو لطف الله کامران تر اوسه نه دی ازاد شوی."
د غزني د امنیې قوماندانۍ د لومړۍ حوزې مخکینی امر محمد هاشم غلجی هم په هغو کسانو دی، چې تراوسه طالبانو سره دی او کورنۍ یې وایي اوه ورځې وشوې، طالباو زنداني کړی دی.
د محمد هاشم غلجي زوی ویلي:"پلار مې دې راخوشې شي – تاسې خو عمومي بخښنه اعلان کړې."
عام خلک پر طالبانو غږ کوي، چې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي او د مخکیني حکومت ټول چارواکي او کارکوونکي دې وبخښي.
د کابل یوه اوسېدونکي صداقت ویلي:"حکومت د څرخي پله بندیان چې طالبان ول ازاد کړل، خو طالبانو لا هم ځینې حکومتي بندیان نه دي ازاد کړي."
د طالبانو ویاند ویلي، چې د مخکیني حکومت ټول ملکي او نظامي کارکوونکي بخښل شوي دي.