Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو د خبرو دوام

د طالبانو د مذاکراتي ډلې یو غړی وایي، چې افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت په جوړېدو خبرې روانې دي.

سهیل شاهین وایي، چې جوړېدونکي نوي حکومت کې به ټول افغانان وي.

د شاهین په وینا، له سیاستوالو سره د طالبانو خبرې روانې دي او دغه راز د طالبانو مشرتابه په دې کار کوي چې د نوي حکومت غړي به څوک وي؟

په ورته وخت کې روسیه وایي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې هېڅ بېړه نه لري، خو په وینا یې طالبانو کې "زړه راښکوونکې" نښې ویني.

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي ویلي، دوی له سیاستوالو سره په خبرو دي، چې په لومړي سره کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت په جوړولو سلا وشي.

سهیل شاهین ویلي:"کوم مذاکرات چې روان دي، ټول افغانان په‌کې دي. ټول افغانان به په پام کې نیول کېږي، بیا به ځينې شخصیتونه غوره شي، چې راتلونکې حکومت کې وي. نو دا یو ټولیز چوکاټ دی. کله چې هغوی غوره شي، اعلان به شي."

سهیل شاهین ویلي، اوس د دې وخت نه دی چې نوی حکومت په ټاکنو جوړ شي، بلکې په خبرو به دا حکومت جوړ شي.

ښاغلي شاهین ویلي:"اوسمهال د قدرت یوه نیمګړتیا ده. هر شان ټاکنو لپاره وخت نه‌شته. اساسي قانون نه‌شته- یو نوی اساسي قانون به جوړ او تصویب شي. نو دا په دې مانا چې کار ډېر دی. دا کار یو نوي ټول ګډونه حکومت ته اړتیا لري. له ځینو شخصتیونو او سیاستوالو، زموږ مشرتابه او زموږ ترمنځ خبرو کې به دغه کسان غوره شي."

بل خوا روسیې په پنجشېر کې د طالبانو خلاف مقاومت ته په اشاره ویلي، چې مسکو د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو هرکلی کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي:"موږ د طالبانو "زړه راښکوونکې" نښې وینو. هغوی د یو ټول ګډونه حکومت جوړولو لپاره چې نور سیاسي اړخونه به هم په‌کې وي، لېوالتیا ښودلې. هغوی د ښځو د تعلیم په ګډون د تعلیم دوام او دولتي چوکاټ لپاره چمتووالی ښودلی."

د روسیې د پارلمان د امنیتي او دفاعي کمیټې لومړي مرستیال فرانتس کلینتسوچ ویلي:"زه فکر کوم، طالبانو سره خبرې بېخې سمې دي، ځکه چې هغوی اوس حکومت دی. پر دې سربیره، تصادف نه دی چې هغوی له افغانستان نه د امریکا وتلو سره، زموږ بهرنیو چارو وزارت ته راغلل او ویې ویل چې مرکزي اسیا ته هېڅ ګواښ نه پېښوي. دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د اشرف غني حکومت طالبانو سره د سولې نیت نه درلود.

سهیل شاهین وایي، چې جوړېدونکي نوي حکومت کې به ټول افغانان وي او د همدې لپاره د دوی او سیاستوالو ترمنځ خبرې روانې دي.

شریک یي کړئ