Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برېټانیا خپل ټول ډيپلوماټان او پوځیان له افغانستانه وایستل

برېتانیا اعلان کړی چې له افغانستانه یې خپل ټول پاتې سرتېري، ډیپلوماټان او ملکي مامورین ایستلي دي.

بریټانیا دغه راز ویلي چې په افغانستان کې یې دا مهال خپل ډیپلوماټیک ماموریت هم ځنډولی دی.

د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي چې هېواد به یې له طالبانو سره د هغوی د خبرو نه بلکه د هغوی د عمل له مخې تعامل ولري.

له کابل نه د څه د پاسه ۱۵ زره کسانو د ویستو د بهیر وروستۍ الوتکه د شنبې په ورځ والوته. ټول دغه کسان په دوه اوونیو کې وایستل شول. په دې سره په افغانستان کې د برېتانوي سرتېرو ۲۰ کلن حضور هم پای ته ورسېد.
 
د برېتانیا د دفاع تر دې مخکې ویلي و چې له کابل نه د کسانو د ویستو ماموریت په څو ساعتونو کې په ختمېدو دی او له هغې وروسته به هغه کسان د وتو چانس ونه لري چې له هوایي ډګر نه بهر پاتې دي.
 
د برېتانیې لومړي وزیر بوریس جانسون  بیا نن یکشنبه په یوه ویډیو کې اعلان وکړ چې له له کابل نه ټول پاتې سرتېري، ډیپلوماتان او ملکي ماموران ویستل شوي دي:«هسې چې مې له سر لیورې بریستو سره خبرې وشوې، د وعلیحضرتې ملکې سفیره بالاخره له کابل نه زموږ په وروستۍ الوتکې ته، هغه هم تر ټولو وروسته پورته شوه او پرواز یې وکړ. باید ووایم چې په دې سره زموږ ټول سرتېري، ډیپلوماټان او ملکي ماموران اوس راوتلي دي.»

بوریس جانسون دا هم ویلي چې له طالبانو سره به یې تعامل د هغوی د خبرو نه بلکه د عمل مطابق وي:«ښایي موږ له طالبانو سره تعامل ولرو خو دا به د هغوی په خبرو نه بلکه د عمل پر بنسټ وي. که چېرې په کابل کې نوی رژیم په رسمیت د پېژندل کېدو او هغو مېلیاردونو ډالرو تمه لري چې اوس کنګل دي نو باید ټولو هغو کسانو ته د خوندي وتلو لاره ورکړي چې له افغانستان نه وتل غواړي. دا راز دې د ښځو او نجونو د حقونو درناوی وکړي. باید پرې نه ږدي چې افغانستان یو وار بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل شي. ځکه چې دا به د افغانستان لپاره یو لوی مصیبت وي. موږ به د افغانستان له خلکو سره د مرستې او ورسره د خپل خوندیتوب لپاره د سیاست، ډیپلوماسي او اقتصاد په ګډون ټول هغه څه وکاروو چې لرو یې.»

لندن د طالبانو د پرځولو لپاره پر افغانستان د امریکا د یرغل له پیله بیا تر پایه د واشنګټن په ملاتړ کې ولاړ و. په دغه موده کې له ۴۵۰ ورپورته برېتانوي سرتېري هم د افغانستان په جګړو کې ووژل شول. ولسمشر بایډن د اګست ۳۱ مه د دغې اوږدې جګړې د ختمولو لپاره وروستی مهلت ټاکلی، خو دا دی د برېتانیي په ګډون ځینې نور هېوادونه د مهلت له رارسېدو لږ مخکې له افغانستان نه ووتل. لندن له دې سره جوخت په کابل کې خپل سفارت هم تړلی او ډیپلوماټيک ماموریت یې هم ځنډولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه