Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د طالبانو په رسمیت پېژندل د دوی د ژمنو عملي کېدو پورې تړاو لري'

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې د طالبانو په رسمیت پېژندل د دوی د ژمنو په عملي کېدو پورې اړه لري.

انټونې بلنکین زیاتوي چې نړۍوالې ټولنې خپلې غوښتنې په ښکاره ډول طالبانو ته وړاندې کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې، طالبانو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د ترهګرۍ پر ځالې د افغانستان د نه بدلېدو او د افغانانو د اساسي حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تړاو ژمنې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وویل:«طالبانو ویلي چې، دوی د نړۍ د مشروعیت او ملاتړ په لټه کې دي. دا په بشپړه توګه په دې پورې اړه لري چې، دوی څه کوي؛ نه یوازې دا چې، دوی څه وايي. له موږ او نړۍ سره د طالبانو اړیکې د دوی کړنو پورې تړلې دي.»

نوموړي زیاته کړې چې، امریکا په افغانستان کې په خپل شل کلن ماموریت او حضور کې بریالۍ وه:«اسامه بن لادن ته یوه لسیزه مخکې جزا ورکړ شوه او القاعدې د یوه سازمان په توګه له افغانستانه پر موږ او نورو د بریدونو وس له لاسه ورکړی دی. د سپټمبر له یولسمې وروسته کوم موارد مو چې د ځان لپاره جوړ کړي وو او هغه څه مو چې، ټاکلي وو ترلاسه کړي دي.»

هغه همداراز له افغانستانه د محمد اشرف غني د تېښتې په تړاو ویلي چې، واشنګټن د ښاغلي غني له دې کاره څه معلومات نه درلودل.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه:«ما یوه شپه مخکې له دې چې، هغه هېواد پرېږدي له ولسمشر غني سره خبرې وکړې او موږ په خپلو خبرو کې په دوحه کې د ترسره شویو کارونو او د واک د لېږدولو په اړه خبرې وکړې. هغه له تېښتې یوه شپه مخکې ماته وویل که چېرې دغه چاره بریالۍ نه شي؛ نو هغه چمتو دی چې، د خپل مرګ تر وروستۍ سلګۍ وجنګېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې، طالبانو تر دې مخکې ویلي، غواړي له ټولې نړۍ او ان امریکا سره ښې اړیکې ولري.

بلنکین همداراز له افغانستانه د محمد اشرف غني د تېښتې په تړاو ویلي چې، واشنګټن د ښاغلي غني له دې کاره څه معلومات نه درلودل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه