Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان ګاونډیان وایي طالبان دې د داعش او القاعدې مخه ونیسي

د افغانستان د شپږو ګاونډیو هېوادونو (پاکستان، چین، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان) د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه انلاین غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې افغانستان کې دې د القاعده او داعش د فعالیت مخنیوی وکړي.

د دغو شپږو هېوادونو خپره شوي ګډه اعلامیه کې راغلي، چې "افغانستان کې سوله یوه اړتیا ده او دوی افغانستان ته د بشرپالو مرستو په رسولو ټينګار کوي."

په غونډه کې ټینګار شوی، چې افغانستان کې دې مخدره مواد له منځه یووړل شي او طالبان باید داعش او القاعدې ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.

د اعلامیې یوه برخه کې راغلي:"ټینګار کوو چې داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته دې په افغانستان کې د حضور اجازه نه ورکول کېږي."

په دې هکله د پوهنتون یوه استاد سید باقر محسني ویلي:"طالبان باید د یوه امن، باثباته او خپلواک افغانستان لپاره خپل نیت وښيي. که داسې و نه‌شي، زه فکر کوم چې نړۍ به هم د طالبانو حکومتولۍ کې پښه نیولي شي."

د افغانستان د ګاونډیانو په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشاره ویل شوي، چې د افغانستان خلک باید خپله، خپل راتلونکی معلوم کړي – د سولې بهیر او پرمختیایي بروژې دې خپله مخې ته یوسي.

له دې سره طالبان وایي، نړۍ او سیمې سره همکارۍ ته ژمن دي او د افغانستان له خاورې به کله هم د نړۍ او سیمې خلاف کار وانخېستل شي.

د طالبانو یوه پلوي عبدالحق حماد ویلي:"بهرنیو هېوادونو سره سلا شوې، چې چاته به اجازه نه ورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې کار واخلي او طالبان تر اخره پر دې ژمنه ولاړ وي."

په پام کې ده چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو بله غونډه به د ایران په کوربه‌توب ترسره شي، خو وخت یې نه دی معلوم.

د افغانستان شپږو ګاونډیو هېوادنو له طالبانو غوښتي، چې یو ټول‌ګډونه حکومت دې جوړ کړي چې په‌کې د افغانستان د ټولو خلکو استازولي وي.

شریک یي کړئ