Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مخکني حکومت له پرځېدو وروسته د هوايي حریم عوایدو کې د پام وړ کمښت

د هېواد د هوايي چلن لارې د اوسنيو او تېرو عوایدو پرتله د دې ښودنه کوي چې د هوايي کرښو له ځنډېدو سره هېواد ته ستر مالي زیانونه رسېدلي دي.

د هوايي چلن ادارې د معلوماتوې پر بنسټ، له نویو بدلونونو مخکې افغانستان له خپل هوايي حریمه په کال کې څه باندې ۵ مېلیارده افغانۍ عواید درلودل؛ خو د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته دغه عواید ډېر راکم شوي دي.

د پوهنتون استاد همایون اصغری وايي:«کابو شل مېلیونه زیان هغو شرکتونو ته اوښتی دی چې د هوايي چلن په برخه کې یې فعالیت درلود او له دې لارې د دولت عوایدو ته هم اوه مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.»
 
د اقتصادي چارو کارپوه رشاد حکیم هم څرګنده کړه:«هغه ډېر شمېر عواید چې حکومت له دې لارې ترلاسه کول، حکومت اوس له هغې بې برخې دی، سوداګریز او تولیدي شرکتونه چې د خپلې سوداګرۍ لپاره په الوتنو پورې تړلي دي ښايي له ماتې سره مخ شي.»

سرچینې وايي، تر دې مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ بهرنیو هوايي شرکتونو او دوو کورنیو شرکتونو فعالیت درلود؛ خو اوس د بهرنیو هوايي شرکتونو فعالیتونه په ټپه درېدلي او د کورنیو شرکتونو فعالیتونه هم کم رنګه شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیدمسعود وویل:«په کورنیو، سیمه ییزو او نړۍوالو الوتنو کې، د دوی نشتون د خپله شرکت او د افغانستان د هوايي اقتصاد د ماتې په مانا دی په حقیقت کې سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ کې د یوه ستر زیان رامنځته کوونکی دی.»
 
له ډېرو هڅو سره سره د ملکي هوايي چلن ادارې د مسوولینو لیدلوری مو تر لاسه نه شوی کړای؛ خو تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي و چې، په کابل هوايي ډګر کې ټولې تخنیکي ستونزې حل شوي او دغه ډګر د نړۍوالو الوتنو لپاره تیار شوی دی.

د کابل د هوايي ډګر رییس عبدالهادي حمدان وویل:«ټولې هغه الوتنې چې د افغانستان له فضا څخه کېږي، خپله مالیه په عادي توګه پرې کوي.»

د ملکي هوايي چلن ادارې معلومات ښيي چې، تر دې مخکې د افغانستان له حریمه په ورځ کې څه باندې ۴۰۰ الوتکې تېرېدې او پر هرې الوتکې ۷۰۰ ډالره حق العبور وضع کېده.

د نوي حکومت له پرځېدو وروسته تراوسه، د هوايي حریم اوه مېلیونه ډالره عواید له لاسه وتلي او ۲۰ مېلیونه ډالره هم د هوايي چلن شرکتونو ته زیان اوښتی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه