د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني وایي، له تعلیمه د افغان نجونو پاتې کېدل، د اسلامي امارت شاتګ یو ګام دی.
الثاني پرون په دوحه کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست له مسوول جورف بوړل سره ګډ خبري کنفرانس ته ویلي، چې له تعلیم نه د افغان نجونو او مېرمنو بې برخې کول د نهیلۍ خبره ده.
الثاني ویلي:"په افغانستان کې د وروستیو داسې ګامونو شاهدان یوو، چې ډېر نهیلي کوونکي دي او تېر ته د ستنېدو ګامونه دي."
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اسلامي امارت کولی شي، چې قطر د اسلامي نظام لپاره یو بېلګه هېواد وګڼي.
الثاني ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید اسلامي امارت سره تعامل ولري او د اسلامي امارت له منزوي کولو دې ډډه وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي:"اړتیا ده چې موږ ورسره تعامل ولرو او له هغوی وغواړو چې دغسې ګامونه وانخلي. موږ هڅه کړي، چې طالبانو ته وښیوو اسلامي هېوادونه څه وړ خپل قوانین تطبیقوي او څرنګه د ښځو له مسایلو سره چلن کوي. د قطر هېواد د یوه مسلمان هېواد په توګه یوه بېلګه ده. زموږ نظام اسلامي دی، په کار ځایونو، دولت او تعلیمي ځایونو کې تر ښځو سړي ډېر دي."
الثاني له اسلامي امارت نه غوښتي، چې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو لاستهراوړنې او په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم برخه کې لاستهراوړنې خوندي کړي.
په دې اړه مو اندونه