Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف: د روان کال په جګړه کې ۴۶۰ تنه ماشومان وژل شوي

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي چې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي په پایله کې ۴۶۰ ماشومان وژل شوي دي.

دغه بنسټ اوس هم د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او ټینګار کوي چې د ماشومانو خوندیتوب او ساتنه باید د حکومت په کاري لومړیتوب کې وي.

د یونېسف په وینا، د جګړې له امله د ناچاودېدونکو توکو پاتې کېدل د ماشومانو ژوند ګواښي.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق مسووله سمنټا مورټ وايي:«موږ د هغو ماشومانو په هکله چې سږکال یې د چاودېدونکو وسایلو په پایله کې ژوند بایلی دی اندېښمن یوو. حتا د یوه ماشوم وژل سخت او غمیزه ده، باید هر وګړی هڅه وکړي چې له ماشومانو ساتنه وکړي.»

بې وزلي او سخته خوارځواکۍ هغه نورې مسالې دي چې د نړیوالو سازمانونو اندېښنې یې راپارولې دي. د بشري حقونو د څار سازمان له ماشومانو سره د بېړنیو مرستو د کېدو غوښتنه کوي.
 
د بشري حقونو د څارسازمان غړی هیډر بار څرګندوي:«موږ د افغانستان د ماشومانو په تړاو اندېښمن یو اوس مهال وضعیت نازک دی او هره ورځ لا پسې خرابېږي. البته هغه موضوع چې ډېر مو خواشیني کوي لوږه او خوارځواکي ده. په افغانستان کې درې اعشاریه یو مېلیون ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي چې د ملګرو ملتونو په وینا د مرګ له خطر سره مخ دي. نو له همدې امله دا یوه ډېره بیړنۍ موضوع ده ځکه د ژمي د رارسېدو په درشل کې یوو.»
 
 په افغانستان کې څو لسیزې جګړې له ماشومانو نیولې تر لویانو د ټولو افغانانو پر ژوند اغېز کړی دی.

د شپږکلن هبت الله یوه پښه په جګړې کې پرې شوې ده، او اوس پر پښو د درېدو لپاره له مصنوعي پښې کار اخلي.
   
د هبت الله پلار عبدالله وايي:«په ننګرهار کې جګړه کې زما د زوی پر پښه مرمۍ ولګېده، ډېر وخت بستر و، پښه یې پرې شوه. ډېر ناامیده شوي وو، اوس دا دی سره صلیب کې تر درملنې لاندې دی. ورته یې مصنوعي پښه جوړه کړې ده.»

د افغانسان جګړې په مستقیم او نا مستقیم ډول خلک زیانمن کړي، آن پر ماشومانو یې له زېږېدو مخکې هم اغېز لرلی دی چې په ځینو برخو کې دغه اغېز د ماشومانو د معلولیت لامل شوی دی.  
  
فزیوټراپست محمد فهمیم وویل:«د ورځې چې لس تر ۱۵ ماشومان چې دلته راوړل کېږي، دماغي فلج لري. په اوسنیو شرایطو کې دا ډېره خطرناکه ده او دا ټول د جګړې او د کېمیاوي توکو د استفادې له امله دي او د دې لامل کېږي چې ماشومان دماغي ستونزه ولري.»

یوازې جګړه او بې وزلي نه ده چې له امله یې ماشومان له ګواښونو سره مخ دي، بلکې د ماشومانو پلور او په کم عمر د نجونو ودول هغه نور موردونه دي چې په دې ورځو کې په افغانستان کې ټکان ورکوونکي بلل کېږي.

د جګړې ترڅنګ، کلونه دي چې بې وزلي او اقتصادي ستونزې هغه نور مسایل دي چې ماشومان یې درنو کارونه اړ کړي دي او د ښوونې او روزنې له نعمته بې برخې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه