Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېټانیې لومړي وزیر له اسلامي امارت سره پر تعامل ټینګار وکړ

د برېټانیې لومړي وزیر بوریس جانسون، د دغه هېواد په پارلمان کې په خپله وینا کې وايي چې، ښايي طالبان د ټولو افغانانو استازیتوب ونه کړي، خو هغوی د افغانستان اوسني چارواکي دي.

نوموړی ټينګار کوي چې له طالبانو سره د تعامل نه کولو له لیدلوري سره مخالف دی او زیاتوي چې هېواد یې باید له هغوی سره تعامل وکړي.

ښاغلي جانسون زیاته کړه:«زه له طالبانو سره په تعامل کې یم او دغې مسلې ډېر بحثونه هم راپارولي دي. د کابل له سقوط او د نظام له بدلون وروسته، له طالبانو سره د تعامل نه کولو په اړه په برېټانیې کې له شته لیدلوري سره مخالف وم. ښايي هغوی یعنې طالبان د ټولو افغانانو په استازولۍ خبرې ونه کړي؛ خو هغوی د افغانستان اوسني چارواکي دي. برېټانیا د افغان ولس او له هغو سره د مرستې لپاره باید له طالبانو سره تعامل وکړي.»

اسلامي امارت هم له افغانستان سره د نورو هېوادونو جوړجاړي ته هیله من دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی وايي:«موږ د برېټانیا د لومړي وزیر له څرګندونو هرکلی کوو. یقیناً چې له افغانستان سره رسمي تعامل له نړۍ سره د اړیکو د افغانستان د وضعیت د ښه والي لامل کېږي. د اسلامي امارت د تفاهم او خبرو دروازه د ټولو هېوادونو پر مخ پرانیستې ده که چېرې کومه ننګونه ده کېدای شي چې له همدې لارې حل شي.»

لا تراوسه سره له دې چې، ځینو هېوادونو له اسلامي امارت سره د اړیکو له ښه والي خبر ورکړی؛ خو لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

اوس اوس د امریکا مالیې وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د دغه وزارت یوه مرستیال د قطر له چارواکو سره د افغانستان د مسایلو او بشري مرستو په تړاو لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.

په دې لیدنه کې له بېلابېلو مسایلو سربېره افغان ولس ته د بشري اړتیاو د برابرولو په اړه هم خبرې شوې دي. تر دې مخکې امریکا او قطر سلا کړې وه چې، قطر به په کابل کې د واشنګټن د ډيپلوماټيکو ګټو ساتندوی وي.

د برېټانیې لومړی وزیر وايي چې له افغانستان سره د بشرپاله مرستو د دوام لپاره هغوی باید له طالبانو سره د جوړجاړي لاره ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه