Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سر له سبا د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي

د پاسپورټ ریاست عالم ګل حقاني د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۳مه)وویل چې هېوادوالو ته د اسانتیا د رامنځته کولو په موخه سر له سبا به په لسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو وېش پیل شي.

دغه ولایتونه عبارت دي له کاپيسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني، ډایکنډي، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان څخه.

خو په وینا یې مرکز کابل کې لا هم تخنیکي ستونزې حل شوې نه دي او د پاسپورټونو د وېش لړۍ هماغسې په کابل کې درېدلې ده.

عالم ګل حقاني وویل:«سر له سبا زموږ کارونه په لسو ولایتونو کې پيلېږي، د ولایتونو کارکوونکو او مدیرانو ته لارښونه شوې ده چې سر له سبا مراجعینو ته خدمات وړاندې کړي.»

ښاغلی حقاني زیاتوي، په کابل کې د پاسپورټ د وېشنې په بهیر کې د رامنځته شویو تخینیکي ستونزو تر حلېدو پورې ځنډول شوی دی.

نوموړي د پاسپورټ په چارو کې د شپېتو کمېشنکارانو له نیول کېدو سربېره وویل، هڅې روانې دي چې، د اړتیا وړ تجهیزاتو له پېرلو او نصبولو وروسته په پاتې ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېشنې بهیر پیل شي.

سره له دې چې، په کابل کې د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټ وېشنې بهیر ځنډول شوی؛ خو لا هم خلک د دغه ریاست تر شا ولاړ دي.

د ویلو ده چې، شاوخوا یوه اونۍ مخکې په بلخ، هرات، کندهار، کندز، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې د پاسپورټ د وېشنې بهیر پیل شوی وو.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه