Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټوماس وېسټ: د افغانستان خلک د امریکا د پاملرنې په مرکزیت کې دي

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي چې امریکا له اسلامي امارت سره یو روښانه او محتاطانه سیاست ته دوام ورکوي، خو د پاملرنې په مرکزیت کې یې د افغانستان خلک دي.

وېسټ نن په یو لړ ټویټونو کې لیکلي دي چې هغه اسلام اباد ته تللی دی او د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې به ګډون وکړي. وېسټ زیاتوي چې دغه غونډه د افغانستان لپاره پر وخت او ډېر مهم نوښت دی.

د نوموړي په وینا، چې له اسلامي امارت سره د امریکا ډيپلماسي بشري حقونو، ترورزیزم، او ښوونې ده د ښځو او نجونو لاسرسي ته متمرکزه ده.

د هغه په ټویټ کې راغلي دي:«په داسې حال کې چې موږ د بشري حقونو، ترهګرۍ، او ښوونې ته لاسرسي او نورو مسایلو په هکله له اسلامي امارت سره یو روښانه سیاست مخته بیایوو، خو د افغانستان خلک د امریکا د پاملرنې په مرکزیت کې دي.»

ښاغلی وېسټ وايي چې هغه د افغانستان په هکله د امریکا د سنا مجلس له رییس او د بهرنیو چارو یوې کمېټې له غړو سره خبرې کړې دي او د هغوی نظرونه یې اورېدلي دي.

وېسټ همدارنګه زیاته کړې ده چې هغه د ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانو له خوا چې په افغانستان کې بشرپاله فعالیتونه لري ډېرې سپارښتنې اورېدلي دي. وېست د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د سازمانونو فعالیتونه ډېر مهمه ګڼي.

د ښاغلي وېسټ دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده سبا په اسلامي همکاریو سازمان کې د اسلامي هېوادونو غړي او د امریکا، او اروپايي ټولنې په ګډون د ځينو نورو هېوادونو استازي او د ځينو نورو نړۍوالو سازمانونو غړي د افغانستان د بشري وضعیت په هکله بحث او خبرې اترې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم نن اسلام اباد ته ولاړ او د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په درشل کې د المان، اندونیزیا، پاکستان او د ځينو نورو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له استازو سره یې ولیدل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه