Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي اسلامي هېوادونو ته: کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزئ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په اولسمې فوق العاده غونډه کې چې نن په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، د دغه سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارتونونه پرانیزي.

په دغې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په هکله، په ځانګړې توګه په اقتصادي او بشري وضعیت خبرې اتر وشوې.

د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت د ارزولو لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان اوولسمه فوق العاده غونډه د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه کې جوړه شوه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان سیاسي انزوا د هېچا په ګټه نه بولي او وایي چې اسلامي امارت د افغانستان د کړکېچ د حل کولو په تړاو د اسلامي هېوادونو، مشورې غوښتنې او اندېښنې مني.

نوموړي وویل:«موږ داسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو چې د خپلو سفارتونو پرانیستل یې ځنډولي دي، غواړو چې په کابل کې خپل دفترونه بېرته پرانیزي او موږ به له هغو د ملګرو هېوادونو په توګه هرکلی وکړو.»

متقي د دغې غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د افغانستان د پیسو د ازادولو په برخه کې امریکا وهڅوي. ښاغلي متقي زیاته کړه چې د افغانستان د پیسو کنګل پاتې کېدل او بندیزونه د افغانستان خلکو ته زیان رسوي.

ورته مهال د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي چې داعش د سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ دی. هغه ادعا کوي چې داعش د افغانستان له خاورې پر پاکستان څو بریدونه کړي دي.

هغه په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي که چېرې نړۍ له دغه کړکېچه د وتلو لپاره اقدام ونه کړي، دا هېواد به له ستر انساني ناورین سره به مخ شي.

خان زیاتوي:«داعش د افغانستان له پولې پر پاکستان څو بریدونه اجرا کړي دي.» د هغه په وینا، له دا ډول ګواښونو سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې سولې او ټيکاو ته اړتیا ده.

د اسلامي همکاریو د سازمان منشي حسین ابراهیم طه وویل:«د اسلامي همکاریو د سازمان د منشور پر بنسټ، دغه سازمان د افغانستان پر یووالي، پېوستون او ځمکنۍ بشپړتیا ټينګار وکړ او یوځل بیا یې په افغانستان کې له پخلاینې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او هیله من دی چې ټول ښکېل لوري سوله ییزې خبرې وکړي څو ټولې ستونزې حل شي.»

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود هم څرګنده کړه:«نننۍ غونډه په افغانستان کې د ناورین د کابو کولو او د اوسني وضعیت د پای ته رسولو لپاره د نړۍ د عملي او بیړنیو ګامونو پر پورته کېدو ټينګار کوي. د افغانستان خلک له کلونو راهیسې له ننګونو او بې ثباتۍ سره مخ دي. د افغانانو تر منځ یووالی او د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی په دغه هېواد کې د امنیت د ټينګښت یوه لار ده. سعودي عربستان به د دې غونډې د پایلو له څرګندېدو وروسته، له افغانستان سره خپلې بېړنۍ مرستې زیاتې کړي»

د دې غونډې ګډونوال له اسلامي امارت سره پر تعامل او دغه راز افغانستان ته د بېړنیو بشري مرستو پر رسولو ټینګار کوي او په افغانستان کې د بشري ناورین د ناوړه پایلو په تړاو خبرداری ورکوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل:«نږدې درویشت مېلیون تنه یعنې د افغانستان شپېته سلنه خلک له بې وزلۍ سره مخ دي. موږ باید افغانستان ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره همغږي وکړو او په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه ونیسو. له بده مرغه اقتصادي بندیزونه د دې لامل شوي دي چې په دغه هېواد کې مالي سسټم رامنځته نه شي.»

په دې غونډه کې د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګندوي او وایي چې که نړۍ د دغه ناورین د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي، دغه هېواد به له ترټولو لوی بشري ناورین سره مخ شي.   

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان زیاتوي:«افغانستان د ګډوډۍ پر خوا روان دی، هر حکومت چې په هره برخه په تېره بیا ملکي او روغتیایي برخو کې د خپلو کاروونکو د معاشونو د ورکړې توان ونه لري، ړنګېږي. زه هیله من یم چې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان لپاره د لارې یوه نقشه جوړه کړي او نه یوازې د اسلامي همکاریو د سازمان بلکې د اروپايي ټولنې امریکا او نړۍوالې ټولنې له لوري هم د لارې د دې نقشې ملاتړ وشي. زه تکراروم چې په افغانستان کې ګډوډي د هېچا به ګټه نه ده.»

خو د هېوادونو له بېرغونو سره د هېواد درې رنګه بېرغ اېښودل شوی دی او د دې غونډې په وروستي عکس کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نه لېدل کېږي.

د رپوټونو له مخې،په دې غونډه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا په ګډون د شپېتو هېوادونو استازو ګډون کړی و. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم د دې غونډې د جوړېدو په درشل کې ویلي وو چې امریکا لاهم افغان ولس ته شا نه ده کړې.ش
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه