Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا خزانې وزارت افغانستان ته د مرستو رسولو جوازونه صادر کړل

د امریکا متحده ایالاتو خزانې وزارت په تازه توګه درې داسې عمومي جوازونه صادر کړل چې په دې سره نړیوال بنسټونه او نړیوال مرسته کوونکي کولای شي د بشرپاله او حیاتي مرستو رسولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د خزانې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې، دا ګامونه د امریکا د حکومت هغه ژمنې په ډاګه کوي چې د افغانستان له خلکو سره یې د بشري مرستو د ملاتړ په برخه کې یې کړې وې.

د امریکا خزانې وزارت مرستیال «والې ایدیمو» په دې اړه زیاته کړې: «متحده ایالات له افغانستان سره د بشرپاله مرستو رسولو تر ټولو ستر هېواد دی. موږ د افغانستان له خلکو ملاتړ ته ژمن یوو او په همدې خاطر د امریکا خزانې وزارت د مرستو اسانتیاوو په برخه کې نور ګامونه پورته کوي.»

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په دې اړه په یوه ټویټ کې زیاته کړې، متحده ایالات له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د افغانستان له خلکو سره د بشرپاله مرستو وړاندې کولو او ملاتړ په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

د دې جوازونو صادرولو په اړه د امریکا خزانې وزارت په اعلامیه کې د خزانې وزارت مرستیال له قوله زیاته شوې: «له بده مرغه، د دې هېواد [افغانستان] اقتصاد چې تر ډېره بریده پر بهرنیو مرستو، مرسته کوونکو او خصوصي سکټور ولاړی دی، د طالبانو له راتګ، وچکالۍ، سترو اقتصادي ستونزو او کرونا ناروغۍ له کبله له ننګونو سره مخامخ دی. خزانې وزارت په پراخه کچه واکونه ورکړل چې له لارې یې غیر دولتي بنسټونه، نړیوال سازمانونه او د امریکا حکومت کولای شي له اړمنو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.»

همداراز، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د امریکا خزانې وزارت د تازه عمومي جوازونو صادرولو په اړه ویلي، دا جوازونه به نړیوالو سازمانونو او نورو ادارو ته واک ورکړي چې افغانستان ته په پراخه کچه د ژوند ژغورنې مرستې ولېږدول شي، څو  په افغانستان کې له روان انساني ناورین مخینوی وشي.

بلخوا د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي له طلوع نیوز سره په خبرو کې د امریکا خزانې وزارت له لوري د تازه جوازونو د صادرولو په اړه وویل، په افغانستان کې وچکالۍ، بې‌وزلۍ او ولږه ډېره شوې ده چې په داسې حساسو شرایطو کې دوی له دا ډول پرېکړو هر کلی کوي او په وینا له پخوا ډېر اوس افغانان مرستو ته اړتیا لري.

خو له دې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو امنیت شورا د متحدو ایالاتو له‌خوا وړاندیز شوی هغه پریکړه‌لیک په غوڅ اکثریت تصویب کړ‌ له لارې یې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو داسې میکانیزم چمتو کوي چې طالبانو ته په مستقیم ډول له دې مرستو ګټه و نه رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په دې اړه په یوه ټویټ کې زیاته کړې، متحده ایالات له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د افغانستان له خلکو سره د بشرپاله مرستو وړاندې کولو او ملاتړ په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه