د غور ولایت په مرکز کې د پخواني حکومت او اسلامي امارت وژل شویو امنیتي ځواکونو پنځوسو کورنیو ته لومړنۍ مرستې ووېشل شوې.
په دې ژمنیو مرستو کې چې اوړه، وریجې، غوړي، شریني او لرګي شامل دي؛ له ملي ځواکونو د ملاتړ یو بنسټ له لوري برابر شوي دي.
له ملي ځواکونو د ملاتړ بنسټ مسوول امیر محمد واثق په دې اړه وايي: «زموږ د سروې پر بنسټ هغه ژمني توکي چې په کې وریجې، غوړي او اړه شامل دي؛ اړمنو کورنیو ته ووېل شول.»
ورته مهال د قربانیانو کورنۍ چې له بېوزلۍ سر ټکوي، وايي، اولادونه یې د جګړې قرباني شوي او اوس د دې قربانیانو اولادونه وږي دي.
د یو قرباني سرتېري مور وايي: «نه ډوډۍ، نه اوبه او نه پوښاک لرو. پنځه کوچنیان مې تر غاړې دي چې نه مور او نه پلار لري.»
د اسلامي امارت د سرتېري یو خپلوان خدا الرحیم وايي: «د خیبر په نوم د کاکا زوی مې شهید شوی او دا مرسته شوي توکي د هغه کورنۍ ته ورکړل شوي دي.»
دا په داسې ده چې د تېرو شلو کلونو د جګړې پر مهال د تېر حکومت او اسلامي امارت لسګونه زره امنیتي کسان وژل شوي او د دې سرتېرو د کورنۍ ډېری غړي له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.
په دې اړه مو اندونه