Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وېسټ:امریکا افغانستان کې دپراخ بنسټه حکومت لپاره کومه نسخه نه لري

امریکا وايي چې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د رامنځه کېدو د څرنګوالي لپاره هېڅ ډول نسخه نه لري.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې وايي چې اسلامي امارت دې د ټولنې له ټولو پرګنو سره د سلامشورو او د یوه ملي بهیر لکه د مشورتي لویې جرګې په پایله کې د دغه هېواد راتلوونکی نظام رامنځته کېدل روښانه کړي.
 
ښاغلی وېسټ زیاتوي چې، د افغانستان راتلونکی حکومت باید د یوه ریښتیني او معناداره بهیر په پایله کې جوړ شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي:«له طالبانو سره په دې اړه زما د بحث ټکی دا دی، نه ښايي چې، نړۍواله ټولنه، امریکا او یا کوم بل هېواد پر طالبانو د دې ټینګار وکړي چې، د تېر حکومت خاص شخصیتونه او یا هم په افغانستان کې نور مشخص کسان په راتلونکي نظام کې وګوماري. دا موږ پورې اړه نه لري. زه فکر کوم هغه څه چې، موږ باید پرې ټینګار وکړو هغه یو ریښتینی او معناداره بهیر او له ټولو افغانانو او د ښځینه و رهبرانو، له قومي او سیمه ییزو مشرانو سره سلا مشورې دي؛ څو دا روښانه شي چې، د راتلونکي نظام بڼه به څه ډول وي؟ نو موږ په دې برخه کې کومه خاصه نسخه په ذهن کې نه لرو.»
 
خو اسلامي امارت هم وايي، لا هم د یوه ریښتیني او واقعي ټول ګډونه حکومت پر جوړولو کار روان دی. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې په راتلوونکي کې په واقعي معنا یو نظام او یا دولت ولري. په بېلابېلو طرحو خبرې اترې روانې دي.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، واشنګټن به له طالبانو سره د تعامل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلی وېسټ وايي:«زه فکر کوم چې، د تېر پر تله اوس د ترهګرۍ په تړاو زموږ خبرې ډېرې صادقانه دي او زموږ خبرې پر نورو موضوعاتو لکه، د ښځو د حقونو او په خپل سر نیونو په تړاو، د ژورنالېستانو لپاره د کاري فضا جوړولو او همداراز سوله ییزو اعتراضونو متمرکزې دي او زه فکر کوم چې، موږ باید د اعتماد جوړونې لپاره نوره لاره هم کچ کړو.»

دغه امریکایی ډيپلوماټ همداراز زیاتوي چې، له اسلامي امارته د نړۍوالې ټولنې ښکاره غوښتنه په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو بیا پرانېسته ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېست څرګنده کړه:«دا د نړۍوالې ټولنې ښکاره غوښتنه ده چې، له نوي کال او یا هم د مارچ له شلمې وروسته ټولې نجونې په ښوونځيو کې وګوري. موږ او نړۍواله ټولنه چمتو یو چې، له تعلیمي برخې ملاتړ وکړو. زه نه یوازې دا چې، د اروپايي ټولنې او جرمني ترسره شویو مرستو ته اشاره کوم بلکې نړۍوال بانک او نورو مهمو مرستندویانو ته هم اشاره کوم. امریکا د نړۍوال بانک تر ټولو لویه ملاتړې ده، دوی به په فبرورۍ میاشت کې یوه لویه پرېکړه وکړي او هغه به هم دا وي چې، آیا د تعلیمي برخې لپاره یوه زیاته اندازه بودجه په پام کې ونیسي او که نه؟»

د نږدې شپږو میاشتو په تېرېدو سره لا تر اوسه اسلامي امارت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

په داسې حال کې چې، نړۍوالې ټولنې د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې لپاره په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړښت، د ښځو لپاره د زده کړو او کار د زمینې برابرېدل، د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د خپلو شرطونو په توګه وړاندې کړي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بیا وايي چې، نړۍ له ټول ګډونه حکومته روښانه تعریف نه لري.

بلخوا اسلامي امارت هم وايي، لا هم د یوه ریښتیني او واقعي ټول ګډونه حکومت پر جوړولو کار روان دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه