Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرزی:ټول ګډونه حکومت او د ښځو د حقونو تامین د خلکو اصلي غوښتنې دي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او د ښځو د حقونو تامین نه یوازې د نړۍ، بلکې د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنې هم دي.

ښاغلي کرزي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې څرګندوي چې هغه او ډاکټرعبدالله له اسلامي امارته په یوه لیک کې غوښتي دي چې  چې د یوه سیاسي تفاهم بهیر د پيل لپاره د لویې جرګې د جوړېدو د زمینې برابرولو لپاره له سیاستوالو سره یوه غونډه جوړه کړي چې د هېواد راتلوونکی روښانه شي.

ښاغلی کرزی وایي د بهرنیانو د سپارښتونو پر ځای د افغانستان خلک باید په خپلو کې د ملي او سراسري تفاهم له لارې له اوسنیو ستونزو نه د وتلو لار پيدا کړي.
              
پخوانی ولسمشر حامدکرزی وايي:«موږ وړاندیز کړی دی؛ د یوه سیاسي - ملي تفاهم بهیر د پيل لپاره د افغانستان له ځينو سیاستوالو سره په ځانګړې توګه د افغانستان له ښځو او نرانو سره او هغه غونډه چې په هغې کې د افغانستان ښځې په بشپړه توګه حضور ولري او بالاخره د افغانستان د خلکو د لویې جرګې د ترسراوي لپاره چې زموږ یو ملي،لرغونی او پخوانی دود دی یوه ملي بلنه وي.»  
         
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی بیا داسې وايي:«اسلامي امارت لا هم هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو ډېرې زمینې برابرې شي چې وکړای شي چې یو لړ مسایلو ته چې لا هم د افغانانو او د نړۍوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ دي یوه ښه حل لار پيدا کړي.»

د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل او د ښځو د حقونو خوندېتوب د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍوالې ټولنې تر ټولو لوی وارله مخه شرطونو دي. بل خوا ښاغلی کرزی هم وایي چې د دغو دوو موردونو عملي کېدل نه یوازې د نړۍ بلکې د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده.
 
ښاغلی کرزی څرګندوي:«که دنیا وغواړي که ونه غواړي، که ملل متحد پر افغانانو غږ وکړي او که وې نه کړي، که ملل متحد پر سرپرست حکومت غږ وکړي او که وې نه کړي، دا اول زموږ د افغانانو غوښتنه ده چې پراخ او ملي حکومت ولرو او د ټولو نماینده وي او بیا د افغانستان د ښځو حقوق، او د دوی ونډه په جامعه کې او د نجونو تعلیم دا اساست دي زموږ او دا باید وشي.»

پخوانی ولسمشر په هېواد کې د بشردوستانه مرستو د وېش پر څرنګوالي هم نیوکه کوي.
         
پخواني ولسمشر زیاتوي:«که د افغانستان خلکو ته مرستې او کومکونه د نړۍ له خوا راشي او د حکومتي ادارې له خوا ونه شي. مخامخ نجوګانې او د ملل متحد ادارې او بهرنیان د افغانستان له خلکو سره په تماس کې وي دا به د افغانستان د دولت د خاتمې یوه سلسله را ایجاد کړي.»

دا په داسې حال کې ده،چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم له طلوع نیوز سره په مرکه کې ټینګار وکړ،چې اسلامي امارت باید د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره د سلامشورو او د لویې مشورتي جرګې په څېر د یوه ملي بهیر له لارې د هېواد د راتلونکي نظام جوړښت روښانه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه