Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تفریحي ځایونو ته له وسلو سره د امنیتي ځواکونو پر تګ راتګ بندیز

د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې هېڅ امنیتي کس له وسلې او نظامي یونیفورم سره تفریحي پارکونو ته تګ راتګ نه شي کولی.

د مسوولانو له قوله د اسلامي امارت کابینې پرېکړه کړې چې له دې وروسته هېڅ نظامي ځواکونه حق نه لري چې تفریحي ځایونو ته له جنګي وسلو سره ننوځي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې هم لیکلي، امنیتي ځواکونه مکلف دي چې، په تفریحي ځایونو او پارکونو کې ټول اصول په پام کې ونیسي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«د کابینې د پرېکړې پر بنسټ داسلامي امارت مجاهدین نه شي کولای له وسلې، یونیفورم او پوځي وسایطو سره تفریحي پارکونو ته ولاړ شي. د اسلامي امارت مجاهدین مکلف دي چې ټول اصول او لوایح په پام کې ونیسي.»

د نظامي چارو یو شمېر شنونکي له دغې چارې په ستاینې سره وايي، د هېواد نظامي ځواکونو ته باید د ښو زده کړو زمینه هم برابره شي.

د پوځي چارو شنوونکی جنرال ثمر سادات څرګندوي:«پارکونو ته له وسلو او پوځي تجهیزاتو سره د پوځي کسانو تګ راتګ باید ممنوع شي، د دې لپاره هلته د خلکو ځای دی، د ماشومانو ځای دی، هغوی باید وګرځي، تفریح وکړي په پرانیستې او ارامې فضا کې ژوند وکړي.»

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم د اسلامي امارت د کابینې له دغې پرېکړې هرکلی کوي او وايي چې، په تفریحي ځایونو کې د نظاميانو د تګ راتګ په بندېدو سره به په پارکونو کې د کورنیو حضور ډېر شي.

د کابل اوسېدونکی منصور وايي:«نه یوازې په پارکونو کې بلکې په روغتونونو، ښوونځيو، جوماتو کې موږ له دوی جدي غوښتنه کوو چې له پوځي وسایلو سره داخل نه شي چې د ټولنې ټول ذهنونه خراب وي.»

د کابل اوسېدونکې فریده هم څرګندوي:«موږ د اسلامي امارت له پرېکړې هرکلی کوو، ډېر نېک کار دی، د دې لپاره چې په پارکونو کې کورنۍ تګ راتګ کوي، ځکه چې ټول پارکونه خپل مسوولان او ساتونکي لري، نور پوځي ځواکونو ته اړتیا نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې مخکې پارکونو او نورو تفریح ځایونو ته له وسلو سره د اسلامي امارت د ځواکونو تګ راتګ د هېوادوالو نیوکې راپارولې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه