Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو ښځوونځیو پرانیستو او افغانانو ترمنځ پر خبرو د کرزي ټینګار

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې سرپرست حکومت باید د نړۍوالې ټولنې له فشار پرته د نجونو ښوونځي د نوي کال په پسرلي کې پرانیزي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی څرګندوي:«په نوي لمریز کال کې پرته له دې چې، نړۍوال پر طالبانو فشار راوړي، دوی باید په خپله د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.»

مخکیني ولسمشر له «فرانس ۲۴» ټلوېزیون سره په مرکه کې همدارنګه وايي چې د نوي حکومت له رسمیت پېژندلو مخکې، اړتیا ده چې دننه په افغانستان کې ځینې کارونه وشي.
    
نوموړی زیاتوي:«د رسمیت پېژندنې لپاره په لومړي سر کې ځینې کارونه باید په هېواد پیل شي، یعنې باید سره وغږېږو. تر هغې وروسته به دغه حکومت هرومرو د نړۍوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.»

نوموړي یو ځل بیا د امریکا له ولسمشره وغوښتل چې، د افغانستان د شتمنیو په اړه پر خپلې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

له بل لوري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه وروستۍ نه ګڼي او وايي چې، په دې اړه وروستۍ پرېکړه محکمه کوي. 
    
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي:«د جمعې په ورځ ولسمشر بایډن یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ. په دې اړه په خپرو شویو راپورونو کې ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی. له افغان ولس سره د مرستې لپاره د درې اعشاریه پنځه مېلیارده ډالرو په تړاو وروستۍ پرېکړه محکمه کوي او لا تر اوسه محکمې په دې اړه هېڅ پرېکړه نه ده کړې.»

د پوهنتون استاد بابر تېموري هروي څرګندوي:«د جوبایډن دا پرېکړه ناعادلانه او ظالمانه ده او د افغانستان وضعیت به بدتر کړي.»

پنځه ورځې مخکې د امریکا ولسمشر یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې، پر بنسټ به یې د افغانستان له کنګل شویو پیسو درې اعشاریه پنځه مېلیارده ډالره د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیو کورنیو ته ورکړ شي؛ خو د بایډن دغه پریکړه په کور دننه او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوه.

په افغانستان کې د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانېستو څرنګوالی له هغو مسایلو شمېرل کېږي چې، تل په اړه یې په کور دننه او بهر کې خبرې کېږي او آن د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل لپاره د نړۍوالې ټولنې یو شرط هم دی.

Thumbnail

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې سرپرست حکومت باید د نړۍوالې ټولنې له فشار پرته د نجونو ښوونځي د نوي کال په پسرلي کې پرانیزي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی څرګندوي:«په نوي لمریز کال کې پرته له دې چې، نړۍوال پر طالبانو فشار راوړي، دوی باید په خپله د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.»

مخکیني ولسمشر له «فرانس ۲۴» ټلوېزیون سره په مرکه کې همدارنګه وايي چې د نوي حکومت له رسمیت پېژندلو مخکې، اړتیا ده چې دننه په افغانستان کې ځینې کارونه وشي.
    
نوموړی زیاتوي:«د رسمیت پېژندنې لپاره په لومړي سر کې ځینې کارونه باید په هېواد پیل شي، یعنې باید سره وغږېږو. تر هغې وروسته به دغه حکومت هرومرو د نړۍوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.»

نوموړي یو ځل بیا د امریکا له ولسمشره وغوښتل چې، د افغانستان د شتمنیو په اړه پر خپلې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

له بل لوري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه وروستۍ نه ګڼي او وايي چې، په دې اړه وروستۍ پرېکړه محکمه کوي. 
    
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي:«د جمعې په ورځ ولسمشر بایډن یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ. په دې اړه په خپرو شویو راپورونو کې ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی. له افغان ولس سره د مرستې لپاره د درې اعشاریه پنځه مېلیارده ډالرو په تړاو وروستۍ پرېکړه محکمه کوي او لا تر اوسه محکمې په دې اړه هېڅ پرېکړه نه ده کړې.»

د پوهنتون استاد بابر تېموري هروي څرګندوي:«د جوبایډن دا پرېکړه ناعادلانه او ظالمانه ده او د افغانستان وضعیت به بدتر کړي.»

پنځه ورځې مخکې د امریکا ولسمشر یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې، پر بنسټ به یې د افغانستان له کنګل شویو پیسو درې اعشاریه پنځه مېلیارده ډالره د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیو کورنیو ته ورکړ شي؛ خو د بایډن دغه پریکړه په کور دننه او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه