که څه هم د اسلامي امارت په سرپرست حکومت کې د ویاندویانو له ګومارلو سره پر وخت د معلوماتو د ورکړې په هکله هیلې رامنځته شوې؛ خو ځينې خبریالان وايي چې کابو دوه اوونۍ کېږي چې د اسلامي امارت ویاندویان د ناروښانه علتونو له امله حاضر نه دي چې اطلاعات شریک کړي.
د هغوی په وینا دغه کار اطلاع رسونه له ستونزو سره مخ کړې ده او خلک د معلوماتو له ترلاسه کولو پاتې کېږي.
خبریال جواد اعتماد وویل:«دغه بهیر رسنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي. حکومت باید رسنیو ته ځواب ویونکی وي چې د خلکو پوښتنې حل شي.»
خبریالانو ته د ځواب ورکړې لپاره د سرپرست حکومت د ویندویانو د نه حاضرېدو له امله اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې، تر دې مخکې اسلامي امارت ویلي وو، د ټولیزو رسنیو قانون د پلې کېدو وړ دی او اوسنی حکومت هم د هغې عملي کولو ته ژمن دی.
خبریال صاحب دین صمیم هم وايي:«ویاندویان د خبري کلپ د ورکړې لپاره حاضر نه دي. پلمې کوي چې بهر دي او یا په واټس اپ کې پیغام ویني خو ځواب نه ورکوي.»
دغې چارې له رسنیو د ملاتړ د ځينو بنسټونو اندېښنې هم راپارولي دي.
د ژورنالېستانو د ملي ټولنې د رسنیو مسوول مسرورلطفي څرګندوي:«د یوه منظم پروګرام په مطابق معلومات دې خلکو په واک کې ورکړي. »
د رسنیو یوه بله ننګونه دا ده چې، د اسلامي امارت ویندویان په سیاسي بحثونو کې ګډون ته نه حاضرېږي.
په دې اړه مو له پرلپسې هڅو سره سره د اسلامي امارت لیدلوری ترلاسه نشوای کړای.
په دې اړه مو اندونه