Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میدان‌ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري هېواد ته راستنه شوه

د میدان‌ښار پخوانۍ ښارواله او د مېرمنو د حقونو فعاله ظریفه غفاري بېرته هېواد ته راستنه شوه. نوموړې طلوع نیوز ته وايي، د هېوادوالو او هېواد ناوړه حالت اړ کړه چې افغانستان ته راستنه شي.

اغلې غفاري زیاتوي، خپلو هېوادوالو ته به له غیر سیاسي لارو خدمت کوي. هغې له کلونو راهیسې د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې کار کړی او په تېر حکومت کې د میدان‌ښار ښارواله هم ټاکل شوې وه، خو افغانستان ته د اسلامي امارت په راتګ سره یې هېواد پرېښود.

نوموړې وايي: «راغلی یم چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې تر منځ د باور جوړولو په برخه کې مرسته وکړم.»

اغلې غفاري همداراز وايي، هېڅ پلان نه‌لري چې په دولتي څوکۍ کار وکړي او غواړي له نورو لارو خپلو خلکو ته خدمت وکړي. هغه زیاتوي: «هېڅ تمه هم نه‌لرم چې ما ته دې څوک دولتي، سیاسي او یا هم داسې څوکۍ چې دولت او یا سیاست پورې تړاو لري، راکړي.»

اغلې غفاري وايي، اوس د دې وخت راسېدلی چې ټول افغانان خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او پرېنږدي چې افغانستان د یوه بل جنګ شاهد واوسي.

ظریفه غفاري د امریکا له بهرنیو چارو وزارت د زړورې مېرمنې جایزه هم تر لاسه کړې. هغه داسې مهال افغانستان ته راستنېږي چې د راپورونو له مخې، د تېرو څو اوونیو پر مهال د مېرمن حقونو په برخه کې لسګونه فعالانې نیول شوي او یا هم له فعالیتونو منع شوې دي.

اغلې غفاري زیاتوي، خپلو هېوادوالو ته به له غیر سیاسي لارو خدمت کوي. غفاري د امریکا له بهرنیو چارو وزارت د زړورې مېرمنې جایزه هم تر لاسه کړې.

Thumbnail

د میدان‌ښار پخوانۍ ښارواله او د مېرمنو د حقونو فعاله ظریفه غفاري بېرته هېواد ته راستنه شوه. نوموړې طلوع نیوز ته وايي، د هېوادوالو او هېواد ناوړه حالت اړ کړه چې افغانستان ته راستنه شي.

اغلې غفاري زیاتوي، خپلو هېوادوالو ته به له غیر سیاسي لارو خدمت کوي. هغې له کلونو راهیسې د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې کار کړی او په تېر حکومت کې د میدان‌ښار ښارواله هم ټاکل شوې وه، خو افغانستان ته د اسلامي امارت په راتګ سره یې هېواد پرېښود.

نوموړې وايي: «راغلی یم چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې تر منځ د باور جوړولو په برخه کې مرسته وکړم.»

اغلې غفاري همداراز وايي، هېڅ پلان نه‌لري چې په دولتي څوکۍ کار وکړي او غواړي له نورو لارو خپلو خلکو ته خدمت وکړي. هغه زیاتوي: «هېڅ تمه هم نه‌لرم چې ما ته دې څوک دولتي، سیاسي او یا هم داسې څوکۍ چې دولت او یا سیاست پورې تړاو لري، راکړي.»

اغلې غفاري وايي، اوس د دې وخت راسېدلی چې ټول افغانان خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او پرېنږدي چې افغانستان د یوه بل جنګ شاهد واوسي.

ظریفه غفاري د امریکا له بهرنیو چارو وزارت د زړورې مېرمنې جایزه هم تر لاسه کړې. هغه داسې مهال افغانستان ته راستنېږي چې د راپورونو له مخې، د تېرو څو اوونیو پر مهال د مېرمن حقونو په برخه کې لسګونه فعالانې نیول شوي او یا هم له فعالیتونو منع شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه