Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د انتالیا ډېپلوماسۍ غونډه کې د امیر خان متقي ګډون

ټاکل شوې سبا (جمعه) د بهرنیو چارو وزارت سرپرت امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی د ترکیې په انتالیا ښار کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په رسمي بلنه د انتالیا ډېپلوماسۍ غونډه کې ګډون وکړي.

که څه هم دا غونډه د اوکرایین د وضعیت په تړاو جوړېږي، خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان روان وضعیت به د دې غونډې د اجنډا یوه برخه وي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: «هلته به د افغانستان په اړه ګډونوالو ته وینا وکړي. تر څنګ به په یوه بحث کې ګډون وکړي او ورسره به د ترکیې او د نړۍ مختلفو هېوادونو څخه د راغلو لوړ رتبه هئتونو سره ناستې او د افغانستان په اړه به خبرې وکړي.»

دا درې ورځنۍ غونډه به یک‌شنبې پورې دوام وکړي چې په‌کې به د نړۍ د نږدې دوه سوو هېوادونو او د ناټو او ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو سازمانونو استازي ګډون ولري.

د اسلامي امارت د ویناد مرستیال بلال کریمي وايي: «دا غونډه ډېره مهمه ده او په دې غونډه کې د افغان پلاوي ګډون او په اوسنيو حالاتو کې د هېواد د بېلابېلو مسايلو راپورته کول ګټور دي او هڅه به وکړو چې د نړۍ له هېوادونو سره خبرې وکړو.»

د سیاسي چارو شنونکی جاوید سنگدل په دې اړه وايي: «په دا ډول غونډو کې ګډون کول د هغو حکومتونو ډېپلوماتیکو اړیکو ته ګټه رسولي شي چې له نړۍ سره په ستونزو کې دي.»

امیرخان متقي تر دې وړاندې هم ترکیې، ایران، روسیې، پاکستان او ناروې ته سفرونه کړي او په دې هېوادونو کې یې د نورو مسایلو تر څنګ د نوي افغان حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو هم خبرې کړې دي، خو د انتالیا غونډې په اړه د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ترکیه غواړي له اسلامي امارت رسمیت پېژندلو کې لېوالتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکی احمد منیب رسا وايي: «ترکيې ته د نوي حکومت د چارواکو رسمي بلنه ښيي چې ترکيه د سرپرست حکومت په رسميت پېژندلو کې لېوالتيا لري او له نورو هېوادونو غواړي چې له نوي افغان حکومت سره ډېپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي.»

د چین د بهرنیو چارو وزرات درې ورځې وړاندې ویلي وو، ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د روانې زېږدیزې میاشتې په وروستیو کې په بېجینګ کې جوړه شي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزرات درې ورځې وړاندې ویلي وو، ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د روانې زېږدیزې میاشتې په وروستیو کې په بېجینګ کې جوړه شي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه