په افغانستان کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو ډېرېدو له کبله ایران ته د افغانانو غیر قانوني ورتګ دوام لري. هره ورځ د هېواد له بېلابیلو ولایتونو او د هرات له ولسوالیو سلګونه کسان هرات ښار ته ځي او د سفر تر برابرېدو پورې په مسافرخونو کې شپې او ورځې تېروي.
دوی د انسان له قاچاقبرانو سره تر جوړجاړي وروسته نیمروز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه پاکستان او بیا ایران ته وړل کېږي.
له دې ډلې یو هم عبدالعزیز دی چې اوس اوس له فاریابه هرات ته رسېدلی دی او له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د هرات ښار په یوې مسافر خونه کې د انسان قاچاقبرانو ته په تمه دی، څو دوی په ناقانونه توګه ایران ته واړوي.
د فاریاب اوسېدونکی عبدالعزیز وايي: «که خطر هم ولري، اړ یم چې لاړ شم. که اړ نهشم نه ځم.»
د بادغیس اوسېدونکی قدرتالله وايي: «ایران ته ځم، بیا د قسمت خبره ده چې بېرته رااستول کېږو، رسېږو او که مرو؟ بالاخره مالومه نهده چې څه به کېږي؟
په دې مسافرو کې یو شمېر ماشومان هم لېدل کېږي او غواړي په ناقانونه توګه ایران ته د کار لپاره ولاړ شي.
په دې اړه لا کره شمېرې نهدي مالومې چې هره ورځ څومره افغانانو په ناقانونه لارو ایران ته ځي، خو په دې کسانو کې داسې متخصص کسان هم شته چې تحصیل یې کړی، اوس بېکاره دي.
په هرات کې د یوې مسافر خونې څښتن فیروزالدین وايي: «د پخوا پرتله زموږ کارونه ښه شوي، ځکه خلک له نورو ولایتونو راځي او د ایران لور ته ځي. که دېرش سلنې خلکو سره پاسپورټونه وي، پاتې نور په ناقانونه لارو ځي.»
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیمالحق حقاني وايي: «زموږ ځوانان باید لږ زغم ولري، موږ د هېواد اوسني وضعیت درکوو چې ځینې ستونزې شته، خو دوی دې پر ځان ملسط شي چې له ناقانونه لارو له خپل هېواده ووځي.»
د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته، ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو د وراوښتو بله څپه پیل شوې او دغو کسانو هم د بېکارۍ او اقتصادي ننګونو له امله له ګواښه ډکې کډوالۍ ته زړه ښه کړی دی.
په دې اړه مو اندونه