Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د یوناما د ماموریت له غځېدو د اسلامي امارت هرکلی

کابل په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د یوه کال له غځېدو هرکلی کوي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال هیله څرګنده کړه چې د دې ماموریت غځول به د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان په تعامل کې ګټور تمام شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیا بلال کریمي په دې اړه وايي: «دا ډېر ښه ګام دی او موږ د دې غوښتونکي یوو چې په راتلونکي کال کې ښه تعامل او اغېزناکه همکاري رامنځ‌ته شي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر یا یوناما د ماموریت د غځېدو پرېکړه‌لیک د پنج‌شنبې په شپه د دې ټولنې په امنیت شورا کې رایې ورکړې ته وړاندې شو او دغه پرېکړه‌لیک د څوارلسو موافقو او د روسیې له یوې ممتنع رایې سره تصویب شو.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې سفیره مونا جول په دې اړه وايي: «دا ډېره مهمه ده چې وویل شي؛ د ملګرو ملتونو منشور یوناما ته یوه مهمه دنده ورکړې، څو له هغو ټولو کسانو سره چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل دي، کار وکړي. په دې کې طالبان هم راځي، خو دا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌ده. د یوناما ماموریت ډېر مهم دی. دا ماموریت یوازې د ناوړه بشري او اقتصادی وضعیت په تړاو راپور ورکړه نه رانغاړي؛ بلکې د سولې او ثبات ټينګښت کې هم په‌کې راځي.»

ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د بریټانیې دایمي استازې هم په دې اوسني حالاتو کې د یوناما د ماموریت غځېدل مهم ګڼي.

په ملګرو ملتونو کې د بریټانیې استازې باربارا ووډوارډ وايي: «نن شورا په یوه خوله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پیاوړي ماموریت په ملاتړ سره خبرې وکړې. د بشر پالنې، د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو له حقونو د ملاتړ او د خپلو ژمنو په تړاو د طالبانو ځواب ورکړې په اړه د هڅو همغږي او رهبري کول دي. دا ناهیلې کوونکې ده چې د دې شورا یوه غړي د ممتنع رایې ورکړې په اړه پرېکړه وکړه، دا په داسې حال کې ده چې د یوناما کار تر بل هر وخت ډېر اهمیت لري.»

بل‌خوا د نړیوالو اړیکو کارپوه نصیر احمد حیدرزی په‌دې اړه وايي: «سیاسي کړکېچ ته په کتو، دا سازمان دفتر کولای شي د ډېپلوماسۍ یوازېني چینل په توګه د افغانانو، حکومت او نړیوالو تر منځ د اړیکو پل په توګه رول ولوبوي.»

په افغانستان کې د یوناما له موخو یو دا ده چې بشري مرستې اړمنو ته ورسوي.

د نړیوالو بنسټونو د مالوماتو پر بنسټ په هېواد کې د ولږې کچه په بې‌مخینې توګه لوړه شوې او تمه کېږي چې د دې ماموریت په غځېدو سره په افغانستان کې دغه کچه راټيته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه