د طلوعنیوز د خپرونو چلوونکی بهرام امان نن ماښام شپږ بجې له بنده راخلاص شو. د پنجشنبې په ماښام د اسلامي امارت له لوري د بهرنیو سریالانو د بندېدو په اړه د طلوعنیوز خبر له خپرېدو وروسته د طلوعنیوز رییس خپلواک ساپی، د طلوعنیوز د خپرونو چلوونکی بهرام امان او د دې شبکې د حقوقي چارو سلاکار نافع خلیق د اسلامي امارت ځواکونو له لوري ونیول شول.
د طلوعنیوز رییس او د دې شبکې د حقوقي چارو سلار له لنډې مودې وروسته ازاد شول، خو ښاغلی بهرام امان له څو ساعتونو توقیف وروسته، نن جمعه ماښام له بنده راخلاص شو.
د طلوعنیوز رییس خپلواک ساپي په دې اړه وايي: «د یوې رسنۍ په توګه زموږ فعالیت هېڅ وخت له حکومته سرغړونه نه؛ بلکې د حکومت او خلکو تر منځ د اړیکو جوړول دي. زموږ کار خلکو ته اطلاعات رسول دي. په همدې خاطر زموږ وړاندیز تل دا دی چې د رسنیو او طلوع نیوز په رابطه هره مساله د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري شریکه شي.»
د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د طلوعنیوز کارکوونکو نیول کېدل له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.
ملګري ملتونه، د بشر حقونو د څار سازمان، د افغانستان د ازادو ژورنالېسټانو ټولنې، د افغانستان د خبریالانو مرکز، د خوندیتوب کمېټې او نی بنسټ دا کار د بیان ازادۍ اصولو او قوانینو خلاف بللي او غوښتنه یې کړې چې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري خپلسري نیول پای ته ورسېږي.
همداراز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر یا «یوناما» پر اسلامي امارت غږ کړی چې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه لرې کړي. یوناما په یوې خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې: «یوناما په افغانستان کې د خبریالانو د نیولو او پر رسنیو د بېساري محدودیتونو د لګولو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي. اوس وخت رارسېدلی چې طالبان د خولو تړل او ممانعت ودروي. د افغانستان رسنیو له ټولنې سره د خبرو کولو لپاره رارسېدلی دی.»
د بشري حقونو د څار اداره او بېپولي خبریالانو سازمان وايي، د طلوع نیوز د دریو کارکوونکو نیول د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري د بیان ازادۍ غږ چوپ کولو ښکارندويي کوي.
د بشر حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدر بار په دې اړه وايي: « د طلوعنیوز د درې کارکوونکو د نیولو په اړه مې واورېدل، موږ په دې اړه سخت اندېښمن یوو. دا په ډاګه کوي چې د رسنیو ازادي او د بشر حقونه نه رعایتېږي. په کابل او نورو ولایتونو کې پر رسنیو محدودیتونه لګول به ډېرې اغېزې ولري، په تېره پر ښځینه خبریالانو او تر ډېره بریده به دوی خپلې دندې له لاسه ورکړي.»
بلخوا د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه، د افغانستان د خبریالانو مرکز، د خوندیتوب کمېټه او د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره د طلوعنیوز د کارکوونکو نیول د ټولیزو رسنیو له قانونه او له رسنیو سره د اسلامي امارت سرپرست حکومت له لوري له کړیو ژمنو ښکاره سرغړونه بولي.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د بنسټ فدراسیون د رهبرۍ غړی حجتالله مجددي وايي: «دا وضعیت نه یوازې د افغانستان رسنیو په ټولنه کې اندېښنې رامنځته کوي؛ بلکې له افغانستانه بهر د افغانستان بد انځور هم منعکسوي.»
ورته مهال د استخباراتو عمومي ریاست د موبي ګروپ کارکوونکو د نیول کېدو په غبرګون کې په یو لړ ټویټونو کې ویلي: «ځينو رسینو داسې مواد خپرول، چې زموږ د ټولنې دیني احساسات یې مجروح کول او زموږ ملي امنیت یې ګواښه. موږ د اسلامي شریعت په حدودو کې د بیان ازادۍ ته ژمن يو، خو هیچا ته د دې اجازه نه ورکوو، چې په بیلا بیلو پلمو زموږ اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، زموږ د اولس فکري امنیت او په لویه کې زموږ ملي امنیت وګواښي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د خبریالانو د نیول کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دې اړه مو اندونه