Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو، جوړ شوي کمېسیون په کار پيل وکړ

اسلامي امارت د هغه کمېسیون د کار د پېلېدو خبر ورکوي، چې هېواد ته د افغان شخصیتونو د راستنېدو په تړاو جوړ شوی دی.

دغه کمېسیون ماموریت لري، چې له سیاسي څېرو او نورو هغو شخصیتونو سره چې له هېواد نه بهر دي، خبرې وکړي او افغانستان ته د هغوی د راستنېدو لار هواره کړي.
         
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی په دې هکله وايي:«دا کمېسیون مکلفیت لري چې په بهر کې مېشتو افغان شخصیتونو سره په اړیکه کې وي او هغوی ته ډاډ ورکړي چې هېواد ته یې د بېرته راستنېدو زمینه برابره شي.»

بل خوا د هېواد یو سیاستوال سید اسحاق ګیلاني په دې باور دی که چېرې د دغه کمېسیون غړي د یوې اجنډا له لرلو پرته د سیاستوالو  لېدو ته ولاړ شي، نو هڅې به یې له ماتې سره مخ شي.
 
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«ځينې سیاسي څېرې دي چې پوښتنې لري، هغه د افغانستان د راتلوونکي په هکله دي، د نظام د مشروعیت په هکله دي او د افغانستان د راتلوونکو ټاکنو په هکله دي، دا هغه څه دي چې سیاستوالان ورته په تمه دي چې ځواب ترلاسه کړي او که چېرې دغه پلاوی له اجنډا پر ته له دوی سره خبرې وکړي، فکر کوم چې له ناکامۍ پرته کومه بله ګټه به ونه لري.»

خو څرګنده نه ده، چې دغه کمېسیون تر اوسه له هېواده بهر له څومره افغان څېرو سره اړیکې نیولي او په دې تړاو تر کومه بریده پرمختګ شوی دی.
      
د مشرانو جرګې مخکینې غړې ګلالۍ اکبري وايي:«د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل، او د اسلامي امارت په حکومت کې د ټولو سیاسي ګوندونو او قومونو ونډه او یو باعزته راستنېدل او دا چې سیاستوالان خوندیتوب ولري راستنېدل کولای شي ښه پایله ولري.»

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون مشري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شهاب الدین دلاور پرغاړه ده او د اسلامي امارت یو شمېر نور جګپوړي چارواکي هم د دغه کمېسیون غړیتوب لري.

تراوسه څرګنده نه ده، چې دغه کمېسیون تر اوسه له هېواده بهر له څومره افغان څېرو سره اړیکې نیولي او په دې تړاو تر کومه بریده پرمختګ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه