په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د درېیمې غونډې په دویمه ورځ د افغانستان پر مسایلو خبرې وشوې. د ټولګډونه حکومت جوړول، د سولې او ثبات لپاره زمینه جوړول، د نجونو ښوونځیو پرانیستل، بشري حقونو ته درناوی او له ترهګرۍ سره مبارزه د دې ناستې مهم مسایل وو.
په دې غونډه کې د پاکستان، ایران، روسیې، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، اندونیزیا او قطر د بهرنیو چارو وزیران د پراخبنسټه حکومت جوړېدل د افغانستان د اوسنیو ستونزو حل لاره ګڼي.
د چین ولسمشر په یوه پیغام کې له نړۍ په تېره بیا امریکا متحده ایالتونو غواړي چې د افغانستان ملاتړ وکړي.
د چین ولسمشر شي جینپینګ وویل: «موږ له امریکا او لوېدیځو هېوادونو غواړو چې د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ لپاره خپل لومړني مسوولیتونه په جدي توګه تر سره کړي. د افغانانو شتمنۍ ژر تر ژره ورستنې کړي او په افغانستان کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو او سیمې ته د زیان رسولو له هر ډول هڅو سره مخالفت وکړي.»
بلپلو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې ګاونډیو هېوادونو ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به اقتصادي برخه کې مرسته وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «هر تحرک چې د مرستو او افغانانو سره د همکارۍ په برخه کې رامنځته کېږي او د اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ غږ پورته کېږي، موږ یې هرکلی کوو او ښه ګام دی، خو د تطبیق کوم پروسیجر او جزئیات چې دي هغه به وکتل شي، خو ټولې هغه کړنې چې په داخل د هېواد کې تر سره کېږي، اسلامي امارت تر نظر لاندې وي.»
په همدې حال کې چین، روسیه، پاکستان او امریکا له سرپرست حکومته غوښتي چې له ترهګرو ډلو څخه ځان لرې کړي او له هغوی سره جدي مبارزه وکړي.
روسیه هم په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه اندېښمنه ده او وايي چې د مسکو او کابل تر منځ د اړیکو د ټینګولو لپاره یې په روسیه کې د افغانستان په سفارت کې د اسلامي امارت یو ډیپلومات هم منلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په اړه وايي: «موږ په افغانستان کې د منځنۍ اسیا د بېثباته کولو او روسیې ته د بېثباتۍ د پراختیا لپاره د داعش او دې ډلې ته د تابع هغو پر پلانونو اندېښمن یوو.»
اسلامي امارت ته نږدې څېره عبدالفغار کامیاب وايي: «د افغانستان په اړه چې هره نړیواله غونډه د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي، دا د افغان حکومت او خلکو له غوښتنو څخه ده.»
په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو بېرته پرانستېل کېدل هغه مساله وه چې په چین کې د ګاونډیو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا له استازي سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په جلا-جلا کتنو کې پرې خبرې وشوې.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې دي، ان په چین کې د هېوادونو غونډه هم نهشي کولای له افغانستان سره کافي مرسته وکړي.»
په افغانستان کې د اسلامي امارت تر بېرته راتګ وروسته، دا په هېواد کې د شته ننګونو په تړاو د ګاونډيو هېوادونو درېیمه غونډه ده، د وخت په تېرېدو سره به په ډاګه شي چې دا ډول غونډې د افغانستان د کړکیچ د اواري لپاره څومره ګټورې دي.
په دې اړه مو اندونه