د ماشومانو د ژغورنې سازمان په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې نږدې څلور مېلیونه ماشومان د ولږې له خطر سره مخ دي.
دې سازمان له نړیوالو هېوادونو غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خپلې بشرپاله مرستې ډېرې کړي.
په افغانستان کې تل ماشومان زیانمن شوي، خو په دې هېواد کې د اسلامي امارت له راتګ او د بشري ناورین له پیل سره سم د ماشومان زیانمنېدو کچه لا ډېر شوې ده.
د عبدالشکور په نوم یو ماشوم چې د بوتلونو او پلاستیکونو په خرڅلاو سره خپلې کورنۍ ته پیسې پیداکوي، طلوعنیوز ته وايي: «سهار ښوونځي ته ځم، له غرمې تر ماښامه کار کوم، بوتلونه راټولوم، ۵۰ یا ۶۰ افغانۍ پیدا کوم چې وچه ډوډۍ پرې هم نهکېږي.»
د عبدالشکور مور وايي: «د شکور پلار زرنج درلوده، ډېر پوروړی و، اوس ایران ته په غیر قانوني لارو تللی، هېڅ پته یې نهشته.»
خو د مرستندویو بنسټونو مرستې تر کومه بریده د ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره ګټورې تمامېدای شي؟
د مېرمنو او ماشومانو د حقونو فعاله مریم معروف اروين وايي: «په هېواد کې ناوړه اقتصادي حالت د ماشومانو د بېوزلۍ اصلي دلیل دی چې د نړیوالو مرستو په چټکتیا سره ورته د لنډمهال لپاره د حل لاره پیدا کېدای شي.»
اسلامي امارت وایي، په هېواد کې د بېوزلۍ د کموالي لپاره پروګرامونه په پام کې لري. د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري په دې اړه وايي: «د ماشومانو د بېوزلۍ اصلي دلیل د کورنیو بېوزلي ده. د همدې دلیل له مخې موږ لومړی کورنیو ته د کار پیدا کولو په لټه کې یوو، څو د ماشومانو له کار کولو څخه مخه ونیول شي.»
تر دې وړاندې د کار سازمان ویلي وو، په افغانستان کې یو مېلیون کارګر ماشومان شته چې ډېری یې پر درنو کارونو بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه