Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران بوشهر کې افغان کډوال: د کار او د کور د اجارې اجازه نه لرو

د ایران په بوشهر ولایت کې ځينې افغان کډوال ادعا کوي چې د دغه ولایت ځايي چارواکي دوی ته د کار او د کور د اخیستو اجازه نه ورکوي.

دغه کډوال وايي چې د بوشهر ولایت ځایي چارواکو له خپلو خلکو غوښتې چې افغان کډوالو ته د کار او د کور د اجاره کولو اجازه ورنه کړي.
 
په ایران کې افغان کډوال عنایت الله الکوزی وايي:«فکر کوم چې د ۱۴۰۰ کال په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ډېرېدو له امله دا ډول ستونزې رامنځته شوې دي.»

په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ هم څرګندوي:«څو کاله مخکې د فرهنګي، ټولنیز، اقتصادي او امنیتي دلایلو له امله د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د بهرنیو وګړو حضور ممنوع اعلان شوی و او اوس اوس د بوشهر او اسلوحیه په ولایت کې د امنیتي دلایلو له امله ممنوع اعلان شوي دي. دغه کار د افغان کډوالو لپاره د کار، زده کړو او د مسکن د بازار په برخه کې د ستونزو لامل شوی دی.»

له دې سره هم مهاله د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې دغه ستونزې به د بهرنیو چارو وزارت له لوري له ډيپلوماټیکو لارو حل شي.
 
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«که چېرې په هر هېواد کې افغان وګړو ته د کار اجازه ورنه کړل شي دا یوه ستره بې انصافي ده.»

خو په کابل کې د ایران سفارت وایي، چې دغه پلان یوازې پر هغو کډوالو پلی کېږي، چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي دي.
 
په کابل کې د ایران سفارت د رسنیزو چارو مسوول سید عباس بدري فر وايي:«هر هېواد د واکمنۍ حق لري او باید وساتل شي زموږ د هېواد امنیت تامین شي، ایا کېږي چې له حساب او کتاب پرته د هر چا زړه چې وغواړي راشي او بېرته ولاړ شي باید څارنه وي.»

له دې ټولو سره سره، د ځينو په وینا، نورو هېوادونو ته د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ یو لامل په هېواد کې بې وزلي او بې روزګاري ده.
     
افغان کډوال حسیب الله وايي:«مجبوري ده بې کاره یم پنځه ماشومان لرم؛ دلته کار او دنده نشته هره ستونزه چې وي خلک اړ دي چې قبول یې کړي او ایران ته ولاړ شي.»

په ایران کې د افغان کډوالو له زیاتېدو وروسته، په دې وروستیو کې اروپایي ټولنې اعلان کړی دی، چې په دغه هېواد کې یې د افغان کډوالو پر ستونزو د غور لپاره اووه مېلیون ډالره ځانګړي کړي دي، چې د نړيوالو مرستندیو بنسټونو له لوري به ولګول شي.
 
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې دغه ستونزې به د بهرنیو چارو وزارت له لوري له ډيپلوماټیکو لارو حل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه