Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوه ډاکټر کورنۍ: پنځه میاشتې کېږي چې زوی مو نادرکه دی

په پروان کې د یوې کورنۍ غړي وايي چې ډاکټر زوی یې له پنځو میاشتو راهیسې نادرکه دی.

د لادرکه شوي ډاکټر لعل محمد سالنګي د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې ښاغلی سالنګی اسلامي امارت ته د منسوبو ځواکونو له لوري نیول شوی دی، خو په تېرو پنځو میاشتو کې یې ټولو دولتي ادارو ته په ورتګ سره د هغه د برخلیک په تړاو معلومات نه دي ترلاسه کړي.
         
د نادرکه شوي ډاکټر مور مراد بیګم وايي:«پنځه میاشتې وشوې چې زوی مې ورک دی او هېڅ برخلیک یې معلوم نه دی، هرې خوا ته چې ولاړو پیدا مو نه کړ، پلار او مور سوځي.»

د نادرکه شوي ډاکټر پلار شاه محمد مجاهد څرګندوي:«له خدایه دې ووېرږي او زما زوی خوشې کړي. هغه نه څوک وژلي دي او نه نور....»

دوی له اسلامي امارت نه غواړي چې د لعل محمد برخلیک روښانه کړي.
 
د نادرکه شوي ډاکټر لور اسما وايي:«زه غواړم چې پلار مې کور ته راشي، ورپسې خفه شوې یم.»

د لادرکه شوي ډاکټر ورور بشیر احمد هم څرګندوي:«موږ چې هر ځای ته مراجعه کوو وايي چې موږ دا نه دی نیولی او له موږ سره نشته.»

بل خوا د پروان امنیه قومنداني په دې تړاو د څېړنو د پېلېدو خبره کوي.
           
د پروان امنیه قومندان ملا عزیزالله عمر وايي:«په هڅه کې یوو، انشاالله ډېر ژر به په هر ځای کې چې وي موږ یې معلومات کوو او کورنۍ ته یې ښه خبر ورکوو.»

څه موده وړاندې په پروان کې یو بل ډاکټر هم تښتول شوی و او له څو ورځو وروسته د تښتوونکو له منګولو خوشي شو.

خو څرګنده نه ده، چې لعل محمد تښتول شوی او که د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د دغه ډاکټر کورنۍ له اسلامي امارته غواړي چې د لعل محمد برخلیک روښانه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه