د مسکو له لوري د اسلامي امارت د یوه ډېپلوماټ له منل کېدو یوه اوونۍ وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د ډېپلوماټيکو اړیکو لرل یوه اړتیا ګڼي، خو زیاتوي د یوه ډېپلوماټ منل د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی نهده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، لا هم وخت شته چې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو خبرې وشي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي: «لا هم وخت شته چې په افغانستان کې په رسمي توګه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو خبرې وکړو، خو پام مو وي چې په کابل کې د نظام له بدلون سره-سره زموږ د هېوادونو تر منځ ډېپلوماټيکې اړیکې و نه درول شوې او د طالبانو له غورځنګ سره د نظام له بدون مخکې هم اړیکې وې.»
له دې سره سم، سرپرست حکومت له روسیې سره د ډېپلوماټيکو اړیکو لرل مهم ګڼي او زیاتوي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د متوازن سیاست له لارې ډېپلوماټيکې رسمي اړیکې ولري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنگاني وايي: «له روسیې سره اړیکې د افغانستان لپاره مهمې دي او اسلامي امارت په لټه کې دی چې د متوازن سیاست له لارې له نورو هېوادونو له په رسمي ډول اړیکې جوړې کړي.»
سره له دې چې، لا تر اوسه په افغانستان کې سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندلی شوی؛ خو ازبېکستان، پاکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د اسلامي امارت ډيپلوماټان منلي دي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي: «هر هغه حکومت چې په هېواد کې قدرت لري، د ځینو کارونو د سرته رسولو لپاره له هغه سره ډېپلوماټیکي اړیکې نیول اړینه چاره ده.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څه موده مخکې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په غونده کې اعلان وکړ چې، په مسکو کې د اسلامي امارت د یوه ډيپلوماټ اعتبار لیک منلی دی.
په دې اړه مو اندونه