Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران سفارت مسوولان احضار کړي

په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند له خبرونو خپرېدو وروسته بهرنیو چارو وزارت د دې راپورونو په غبرګون کې په کابل کې د ایران سفارت یو شمېر مسوولان احضار کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران سفارت له مسوولانو سره د لېدنې پر مهال یې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه یې ورسره خپلې اندېښنې او احساسات شریک کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د بهرنيو چارو وزارت د دوهم سياسي رياست مشر د ایران د سفارت له مسوولينو سره ولېدل او په ايران کي يې له افغان مهاجرو سره د ياد هېواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو د ناسم چلند اړوند خبرې وکړې. د بهرنيو چارو وزارت مسوولانو په‌دې اړه د افغان حکومت او ولس اندېښنې او احساسات ورسره شريک کړل، څو خپلو لوړ پوړو مقاماتو ته یې ورسوي.»

ورته مهال، د دې غونډې په پای کې دواړو لوریو د داسې کړنو پر مخنیوي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو او ملتونو د خوا بدۍ لامل کېږي.

په کابل کې د ایران سفارت د رسنیو مسوول سیدعباس بدري‌فر وايي: «موږ ته چې کوم راپورونه راغلي، په ایران کې ټولټال اووه تر اته مېلیونه افغان کډوال شته، د افغانستان دولت باید داسې زمینه برابره کړي چې ایران ته د افغانستان کډوال لاړ نه‌شي.»

له بل لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یوازې په یوه ورځ کې څه باندې ۲ زره او ۲۰۰ افغان کډوال له ایرانه په زوره راشړل شوې دي.

د دې وزارت د مسوولینو په وینا، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۱۴ زره افغان کډوال له ایرانه راشړل شوي دي.

یو افغان پناه غوښتونکی چې تازه هېواد ته راستول شوی وايي: «زه څلور میاشتې وړاندې ایران ته تللی وم، خو د ایران د دولت او ملت له ناوړه چلنده نه یوازې زه چې ویزه مې نه‌درلوده، وځورول شوم، هغو کسانو چې ویزې هم درلودې ډېر ناوړه چلند ورسره کېده. په ایران کې مې یو خپلوان زده‌کړیال دی، له هغوی سره هم ډېر ناړه چلند کېږي، ان تر دې پورې چې خپله مې ځان پولیسو ته ورکړ او افغانستان ته راستون شوم.»

د افغانستان یو بل وګړي چې خپل هېواد ته راغلی وايي: «لاړم ومې لېدل چې د ایرن وګړي په تېره دولت او خلک یې سم چلند نه‌کوي او اړ شوم چې بېرته هېوا ته راستون شم، خو د هېواد وضعیت سم نه‌دی هر څه ګډوډ دي.»

خو په نړیوالو میثاقونو کې د کډوالو حقوق اصلا څه‌دي؟

د سیاسي چارو کارپوه مجتبا کریمي وايي: «د ۱۹۶۶ سیاسي - کلتوري - ټولنیز منشور وايي چې په کډوالو هېوادونو کې کډوال اساسي او بنسټیز حقونه لري او دا هېوادونه اړ دي چې د کډوالو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي او د کډوالو د ښه پاملرنې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په لټه کې شي.»

د سیاسي چارو کارپوه سیدهارون هاشمي وايي: «د ایران د حکومت له‌خوا د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو ژمنو خلاف کار دی او په اوسني ستونزمن اقتصادي وضعیت کې ایران باید له افغان کډوالو سره د ښو ګاونډیتوب پر بنسټ چلند وکړي.»

له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسینو کې په ایران کې له افغان  کډوالو سره د ناسم چلند او شکنجې سربېره ان د جنسي تیري ویډیوګانې لاس په لاس کېږي، خو په کابل کې د ایران سفارت بیا دا ادعاوې ردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه