د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له بيبيسي سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، هیلهمن دی چې په پاکستان کې د نوي حکومت په جوړېدو سره د کابل او اسلاماباد تر منځ اړیکې تر پخوا ښې شي.
ښاغلي کرزي پهدې مرکه کې زیاته کړې، د پاکستان پوځ پخوا هم د دواړو هېوادونو تر منځ د سولهییزو اړیکو د جوړولو هر ډول هڅې شنډې کړې دي.
ښاغلي کرزي ویلي: «ما داسې انګېرله چې نواز شریف دغه راز اړیکو ته لېوالتیا لرله، خو د هغه حکومت لیرې کړای شو، اوس د هغه ورو شهباز شریف په واک کې دی. موږ هیله لرو چې د دې هېواد د نورو ملي ګټو لپاره د پاکستان د ملکي حکومت په مشرتابه کې تازه هڅې وشي او په سولهییزه توګه تعامل وکړي او د متمدنو اړیکو لپاره غاړه کېږدي. دا هغه څه دي چې موږ یې هیله لرو او هغوی ورته هڅوو.»
ښاغلي کرزي پهدې مرکه کې د کونړ او خوست پر ځینو سیمو د پاکستان هوایي او ځمکنیو بریدونه ته په اشارې د پاکستاني ځواکونو دا کړنه د افغانستان له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ګڼي.
پخواني ولسمشر پهدې اړه وویل: «دا په ښکاره د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا نقض او د افغان ښځو او ماشومانو وژنه ده او د افغانستان خلکو یې پر وړاندې لاریونونه وکړل او دا کار یې وغانده.»
د ښاغلي کرزي په بارو په هېواد کې پر ښوونیزو مرکزونو وروستي بریدونه د افغانستان پر ټيکاو او پرمختګ بریدونه دي.
نوموړي د کابل په لوېدیځ دشتې برچي سیمه کې د وروستیو بریدونو په اړه وویل: «نه، دا برید یوازې پر یوه ځانګړي قوم نهدي، داعش تل په تېرو کلونو کې هم د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخېستی دی. دا په ښکاره د افغانستان پر سولې، ټيکاو او پرمختګ برید دی، دا په حقیقت کې پر ځوان نسل چې درس وایي، برید دی.»
ښاغلي کرزي د دې مرکې پر مهال یو ځل بیا په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.
حامدکرزي له بيبيسي سره پهدې مرکه کې ویلي، د اوکرایین سیاستوال او خلک باید هوښیار وي او اجازه ور نهکړي چې د نړۍ د قدرتونو له لوري ولوبول شي او په وینا یې باید د افغانستان له وضعیته زدهکړه وکړي.
په دې اړه مو اندونه