Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د په رسمیت نه پېژندلو په اړه د نعیم وردګ لیدلوری

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو لامل د مخکني حکومت ژر نسکورېدل او د پخواني حکومت د ځینو ملاتړو هېوادونو د پلانونو شنډېدل بولي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند طلوع نیوز ته ویلي، د پخوا پرتله له ډېرو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې ښې شوي او اوس په یو شمېر هېوادونو کې د اسلامي امارت ډېپلوماتان ټاکل شوې دي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي: «یو بدلون راغلی چې د نړیوالې ټولنې له تمې خلاف و یا په ځانګړې اصطلاح ووایم د داسې کسانو له تمې خلاف و چې د تېرې کابل له ادارې یې ملاتړ کاوه او طبیعي ده چې راغلي بدلون یې پلانونه شنډ کړل.»

د ښاغلي وردګ په وینا، له نړۍ سره د کابل اوسنۍ اړیکې مخ په ښه کېدو دي او دمګړۍ د اسلامي امارت استازي په ځينو هېوادونو کې حضور لري.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي: «د چین، روسیې او ترکیې په څېر له سترو هېوادونو سره له پیله زموږ ډېپلوماټیکې اړیکې پیل شوې وې، تر دې کچې رسېدلي چې په چین او رسیه کې د افغانستان استازولۍ افغانستان ته سپارل شوي.»

سره له دې چې یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپلې سیاسي استازولۍ فعالې ساتلي، خو لا تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د سیاسي چارو کارپوه سید هارون هاشمي وايي: «کله چې یو نظام د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت و نه پېژندل شي، نه شي کولای چې په نورو هېوادونو کې خپلې سیاسي استازولۍ فعالې کړي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو لپاره ځينې شرایط لګولي، خو اسلامي امارت په وار وار ویلي چې ټول شرایط یې پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه