د پنجشېر ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د اسلامي امارت او د مقاومت جبهې ترمنځ نښتې ردوي.
د پنجشېر د والي په وینا د دغه ولایت په ابشار ولسوالۍ کې یوازې خال خال ډزې شوې دي او دم کړۍ وضعیت د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دی.
د پنجشیر د والي ویاند ابوبکر صدیق وویل:«دا دعاوې ردوو، دا هغه پروګرام دی چې د توطیه کوونکو کسانو له خوا ورته لمن وهل کېږي او هېڅ حقیقت نه لري، یوازې تېره ورځ ناوخته په ابشار کې د مخالفینو له خوا څو خال خال ډزې وشوې چې د اسلامي امارت ځواکونو له خوا وضعیت کنټرول شو.»
بل خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه نښتې ردوی او وایي چې ځينې ډلې په دې تړاو د ګنګوسو د خپرولو په هڅه کې دي:«په هېڅ ځای کې هېڅ پېښه نه ده شوې، البته دښمن په فېسبوک او ټوېتر کې موږ هم اورېدلي دي خپاره کړي دي، خو حقیقت دا دی چې هلته ډېر پیاوړي ځواکونه ځای پر خای دي هېڅ به رامنځته نه شي.»
خو د مقاومت جبهې ویاند صبغت احمدي په دې تړاو بل نظر لري:«د پنجشېر ډېرې سیمې له هغې ډلې د دره عبدالله خېل او ابشار درې پراخې برخې د افغانستان د مقاومت کوونکو لاس ته ولوېدلې دي.»
دغه ادعاوې په داسې حال کې کېږی چې تر اوسه په ټولنیزو شبکو کې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې کومه ویډیو نه ده خپره شوې، خو تر دې وړاندې د داوړ پېښو بېلا بېلې وېډیوګانې تر رسنیو رسېدلې دي.
په دې اړه مو اندونه