د پنجشېر د والي ویاند په دغه ولایت کې له مقاومت جبهې سره د وروستیو جګړو او د اسلامي امارت د شپږو غړو د وژل کېدو پخلی کوي.
که څه هم د مقاومت جبهې د اسلامي امارت ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتلو ادعا کړې ده، خو د پنجشېر د والي ویاند وایي، چې په دې جګړه کې چې د جمعې ورځې ناوخته د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې شوې ده، د اسلامي امارت شپږ سرتېري وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.
د پنجشیر د والي ویاند ابوبکر صدیقي وویل:«د اسلامي امارت پنځه تنه ځواکونه وژل شوي او یو یا دوه تنه یې ټپيان دي چې شهیدان خپلو ولایتونو او ټپیان هم روغتون ته لېږدول شوي دي. هغه ادعاوې چې د اسلامي امارت مخالف ځواکونه یې لري، په بشپړه توګه یو دروغجن بحث دی.»
ښاغلی صدیقي ادعا کوي، چې په دې جګړه کې د مقاومت جبهې لس غړي هم وژل شوي دي.
د ده په وینا سیمې ته د اسلامي امارت د تازه دمو ځواکونو په رسېدو سره په پنجشېر کې جګړه کمه شوې او اوس مهال وضعیت د اسلامي امارت ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.
په دې لړ کې د مقاومت جبهه که څه هم په پنجشېر کې د دې جبهې د شپږو وسله والو وژل کېدل تاییدوي، خو وایي چې د وروستیو جګړو په لړ کې نیول شوې سیمې لاهم د دوی په واک کې دي.
د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي وايي:«د دره په ډېریو سیمو کې حضور لرو. د ابشار په ډېریو سیمو کې حضور لرو. همدارنګه موږ د اندراب په ډېریو سیمو کې حضور لرو.»
د پنجشیر د امنیه قوماندانۍ د امنیت پخوانی آمر عبدالحمید خراساني څرګندوي:«د دوی ادعاوې حقیقت نه لري یوازې د غره له سره یې یو څو ډزې وکړئ. الحمدالله زموږ مجاهدین له ډېر قوي مورال سره د دوی د ځپلو لپاره اقدام وکړ.»
بل خوا په پنجشیر کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د مقاومت جبهې د یوشمېر وسله والو د نیول کېدو او د مقاومت جبهې له لوري د اسلامي امارت د یو شمېر سرتېرو د نیول کېدو ويډیوګانې هم په ټولنیزو رسینو کې لاس په لاس کېږي، خو تر اوسه دغه ویډیوګانې نه تایید او نه هم رد شوي دي.
په دې اړه مو اندونه