Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د هندي پلاوي لومړی سفر؛ امیرخان متقي له‌دې پلاوي سره کتلي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته یې په لومړي ځل یو پلاوي کابل ته سفر کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي، کابل ته د هندي پلاوي د دې سفر موخه د اسلامي امارت له چارواکو سره لېدنه او بشري مرستې بلل شوي دي.

په‌دې اعلامیه کې زیاته راغلي، د خوړو نړیوالو او له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په ګډون د ملګروملتونو د مرستو رسوونکو بنسټونو له استازو سره لېدنه، له افغانستان سره د هند د بشري مرستو له لېږلو او وېش څخه څارنه او له هغو پروژو څخه لېدنه چې د هند په همکارۍ د پلي کېدو په حال کې دي، د دې هندي پلاوي له موخو څخه بلل شوي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي: «په افغانستان کې د خپلو ګټو په موخه غواړي که په رسمي ډول نه‌وي، خو په غیر رسمي ډول له دولت سره اړیکې ولري او د مرستیو د وېش پر مهال له د افغانستان د حکومت له چارواکو سره چې په رسمیت یې نه پېژني، په رسمیت وپېژني او اړیکې ورسره جوړې کړي.»

بل لورته بهرنیو چارو وزارت له هندي پلاوي سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي له لیدنې خبر ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د هند د فعال او ډیپلماټیک حضور او قونسلي خدماتو غوښتنه کړې او له هغوی یې همداراز غوښتي چې، په افغانستان کې دریدلې پروژې بیا پیل کړي.

 په وروستیو اونیو کې د اسلامي امارت بېلابېلو چارواکو، له هندي ټلوېزیونونو سره د مرکو پر مهال په کابل کې د هند د سفارت د بیا پرانیستنې په اړه څرګندونې کړې دي.

خو دغو څرګندونو ته په پام، کابل ته د هندي پلاوي دغه سفر په څه معنی دی؟

د نړیوالو اړیکو شنونکی نعمت الله بېژن وايي: «هند د دې پر ځای چې په افغانستان کې حضور ولري، خپل امنیت ته اندېښنه لري.»

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هند هم د یو شمیر نورو هیوادونو په څېر په افغانستان کې خپل سفارت او قونسلګرۍ وتړلې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه