د نبيزاده خيريه بنسټ د لومړنیو توکو د مرستو په درشل کې دوه سوو نورو اړمنو کورنيو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
اړمنې کورنۍ وايي، وزګارۍ او بېوزلۍ یې ژوند ګران کړی دی او زیاتوي، دا مرستې ورته بسنه نهکوي او له سوداګرو غواړي چې ورسره نورې مرستې هم وکړي.
یو اړمن وايي: هېڅ کار نه پیدا کېږي، که یوه ورځ پیدا شي، لس ورځې په کور ناست یوو. که کار هم پیدا شي، له سهار تر بېګاه یو نیم سل یا دوه افغانۍ راکوي. دا خو یوازې د ډوډۍ هم نه کېږي، یوه ډوډۍ په لس افغانۍ ده.»
یو بل اړمن وايي: «موږ ته یې یو-یو بوجۍ اوړه او یو ټیم غوړي راکړي، مستحق همدوی دي چې ورته وېشل شوې دي.»
ورته مهال د نبيزاده خیریه بنسټ اجرایي مسوول چې له اړمنو سره یې مرسته کړې وايي، دا بنسټ په پام کې لري چې هېواد نورو ولایتونو ته هم د خپلو خیریه مرستو لړۍ وغځوي.
احمد نژند رحیمي پهدې اړه وايي: «نن موږ د فاریاب، تخار، کندوز او بغلان ولایتونو اوسېدونکو ته چې مخکې زموږ د څارنې کمېټې په ګوته ګړي وو، خپل لومړني توکي مو ورسته ووېشل.»
دا مرستې داسې مهال تر سره کېږي چې د ملګروملتونو سازمان د شمېرو له مخې د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
په دې اړه مو اندونه