د کابل ښاروالۍ د ویاند په وینا هغوی د څلور لارو او پلو لارو د بدلون لپاره د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې ځينې پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.
زیات نفوس او په غیر پلاني ډول د ودانیو جوړېدو د کابل ښار د دې سیمې په هره برخه کې د ښار ښکلا پيکه کړې ده.
اوس کابل ښاروالۍ د ښار د ښکلي کولو لپاره ګامونه پورته کړي دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند وایي هڅه کېږي چې د واټونو په ګډون د ښار بڼه ښکلي کړي.
د کابل ښاروالۍ ویاند قاري واسع الله وايي:«د کابل ښاروالۍ د ښار د ښکلا لپاره هڅه کوي. ځينې پروژې عملي شوي دي او ځینې نورې تر لاس لاندې دي.»
د کابل دا سیمې په تېرو څو میاشتو کې بیارغول شي دي. د دغو بیارغولو شویو په زړه پورو ځایونو لیدو ته خلک ورمات شوي دي.
د څلورلارو، واټونو او ګلدانیو جوړېدل نور هغه کارونه دي چې ښاروالۍ یې ترسره کوي.
ښاغلي واسع الله زیاتوي:«د بیت المقدس جومات سمبول جوړېږي. ټول په کابل کې شاهد دي او همدارنګه واټونه هم بیارغول کېږي او جوړېږي.»
د کابل ښاروالۍ ویاند
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د ښار د ښکلا لپاره د کابل ښاروالۍ پر کارونو خوښي څرګندوي . دوی وايي،چې خلک باید ښاري کلتور ته پام وکړي.
د کابل اوسېدونکی نورخان وايي:«په ځينو ځایونو کې یې ګلان کرلي دي یعنې د سرسبزۍ لپاره یې ډېر کارونه کړي دي. ډېر خوشحاله یم.»
د کابل ښاروالۍ مسوولان وایي،چې د دې ادارې عواید ۴۰۰ مېلیونه افغانۍ زیات شوي دي.
په دې اړه مو اندونه