په پکتیکا ولایت کې د چهارشنبې شپې د زلزلې پر مهال د ځینو کورنیو له پنځلسو تر شلو غړي پهډلهییز ډول مړه شوي دي.
پهدې ولایت کې خټینو کورونو د دې شدیدې زلزلې پر وړاندې د درېدو تاب نه درلوده او کورونه ناڅاپه د کورنیو پر غړو نړېدلي چې د ډېرو کورنیو غړي په ډلهییز ډول ترې لاندې او مړه شوي دي.
د پکتیکا ولایت اوسېدونکی میراحمد وایي، پهدې پېښه کې یې د کورنۍ پنځلس غړي مړه شوي دي.
میراحمد طلوعنیوز ته وايي: «زما په کور کې شل کسان مړه شوي دي او له پنځلس تر شلو پورې کسان ټپیان دي.»
د پکتېکا یو بل اوسېدونکی ګلاب شاه هم هغه اوسېدونکی دی چې د کورنۍ د پنځلسو غړو په مړینې سره یې د دې پېښې د غم دروند پیټی يې پر اوږو دی.
ګلابشاه پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «زما د کورنۍ پنځلس غړي مړه شوي؛ اووه ښځې او اته سړي دي.»
د پکتیکا او خوست د لېرې پرتو ولسوالیو د سختو لارو له امله د حکومت مسوولانو ته تر اوسه د یوې داسې کره سروې د تر سره کېدو موکه نهده ورکړې چې څرګنده شي، څومره نور کسان د میر احمد او ګلاب شاه په څېر د خپلې کورنۍ د غړو د مړینې له امله داسې وېرژلي دي چې ډېر کلونه به یې د خپلو کورنیو د ابدي بېلتون ویر پر اوږو وي.
په دې اړه مو اندونه