Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د چنګاښ د ۲۶مې کودتا؛ شاهي نظام څه ډول وپرځېد

د چنګاښ میاشتې شپږویشتمه د شاهي نظام پر ضد د سردار محمد داود خان د کودتا او په افغانستان کې د لومړي جمهوري نظام له جوړېدو سره برابره ده.

۴۹ کاله وړاندې په همدې ورځ د محمد داوود خان په کودتا کې شاهي نظام نسکور شوو. دغه کودتا د پوځي کودتا او سپینې کودتا په نوم هم یادېږي.

هغه شاهي نظام د افغانستان د شاته پاتې کېدو لامل باله او د وخت د پاچا د حکومتولۍ د بڼې مخالف واو په امنیتي ځواکونو او کیڼ اړخو کې یې له شته نفوذ نه په کار اخیستو نیمه شپه کله چې محمد ظاهرد ایټالیا پر سفر بوخت و، پر ولسمشرۍ ماڼۍ یرغل وروړ او د افغانستان د لومړني جمهوري نظام بنسټ یې کېښود.
 
د محمد داوودخان د واکمنۍ پرمهال د ارګ د ساتنې قومندان ضیا مجید وايي:«د دې سربېره چې یوه تقلبي ډموکراسي یې اعلان کړې وه، خو له بده مرغه چې د افغانستان لپاره هېڅ ونه شول؛ تاسې پوهېږئ چې اساسي قانون چې د ډموکراسۍ په لسو کلونو کې راغلی په هغه اساسي قانون کې پاچا ټول واکونه په غاړه اخیستي و.»

محمد داوود خان په شاهي دوره کې لومړی وزیر و او د شاهي کورنۍ د غړي په توګه یې هغه مهال د حکومت د مهمو برخو مشري کوله. خو تر هغې وروسته چې پاچا له واکه د شاهي کورنۍ لاس لنډ کړ. محمد داوودخان ورته په غوسه شو او د کودتا پرېکړه یې وکړه.
 
هغه د خپل حکومت په پنځه کلنه دوره کې د افغانستان د نوي کولو د طرحې، د مېرمنو د غورځنګ د جوړېدو، د اقتصادي پلانونو د جوړېدو او د لویو فابریکو د جوړېدو په څېر د پرمختګ او ترقۍ غوښتنې ډېرو سیاستونو ته مخه کړه.

محمد داوود خان د ۱۳۵۷ کال د غويي د اومې په ګهېځ د افغانستان د خلق ډموکراټيک ګوند له لوري د خپلې کورنۍ له اتلسو غړو سره ووژل شو.

د داوود خان د کودتا په تړاو د سیاسي چارو شنونکي بېلابېل لیدلوري لري.
 
د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي وايي:«شهید سردار محمد داوود خان هېواد ته یو وفاداره شخصیت و، خو ځينو ډلو او پردي پرسته کسانو چې غوښتل یې د نورو هېوادونو پروګرامونه پیلي کړي د هغه په وړاندې یې کودتا وکړه او هغه یې وواژه.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم څرګندوي:«د پاچا په برخه کې پارلمان هم و، سیاسي ګوندونه هم وو، او هم یو پرمختللی حکومت و چې د هیرمند اوبه هغه مهال د موسی شفیق له خوا لاسلیک شوې.»

سرپرست حکومت وایي چې باید له تاریخ نه درس واخلو او د هېواد ملي ګټو ته ژمن پاتې شو.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«تاریخ موږ ته درس راکوي چې یو موټی، یو لاس او یو غږ واوسو او زموږ هېواد له بهرنیو لاسوهنو پاک وي.»

داوود خان هغه مهال پر محمد ظاهر شاه کودتا وکړه،چې افغانستان په لومړي ځل ولسواکي تجربه کوله او د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ وروستۍ لسیزه د افغانستان په تاریخ کې نه تکرارېدونکې بلل شوې ده.

له داوودخان وروسته، د نورمحمد تره کي، حفیظ الله امین، ببرک کارمل، ډاکټر نجیب، صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني، ملا محمد عمرمجاهد، حامدکرزي، محمد اشرف غني او د اسلامي امارت د مشر د مولوي هبت الله په ګډون یوولسو تنو په بېلابېلو نومونو په افغانستان کې خپل حکومتونه جوړ کړل. خو ځینې په دې باور دي چې هېڅ یو له دغو نظامونو په دې ونه توانېد چې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره ګټور تمام شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه